د لاس رسي وړ اتصالات

 
بلینکن: طالبان دې سمدستي پر افغان میرمنو او نجونو د زده کړو او کار بندیزونه لغوه کړي

بلینکن: طالبان دې سمدستي پر افغان میرمنو او نجونو د زده کړو او کار بندیزونه لغوه کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې په ټولنیز ژوند کې د افغان میرمنو او نجونو مشارکت د یو لا باثباته، سوله ییز او هوسا افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې په ټولنیز ژوند کې د افغان میرمنو او نجونو مشارکت د یو لا باثباته، سوله ییز او هوسا افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو د تړلو او په غیر حکومتي ادارو کې د هغوی پر کار د بندیز د دوېیمې کلیزې پوره کیدو سره هممهاله له طالبانو غوښتي چې سمدستي دې د ښځو د حقونو د محدودیتولو په اړه خپل ټول فرمانونه بیرته لغوه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې د ورځې ناوخته ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه لیکلي چې په ټولنیز ژوند کې د افغان میرمنو او نجونو مشارکت د یو لا زیات باثباته، سوله ییز او هوسا افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري.

انتوني بلینکن لیکلي : "اوس د هغې ورځې څخه چې طالبانو ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو او په غیر حکومتي ادارو کې له کار څخه منع کړې دوه کاله پوره شول. افغان میرمنې او نجونې د یو لا باثباته، سوله ییز او هوسا افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري. موږ پر طالبانو باندې غږ کوو چې سمدستي دې خپلو فرمانونو ته بیا کتنه وکړي".

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې په افغانستان کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ولګوه او د بلې خوا یې د ملګرو ملتونو په ګډون په غیر حکومتي موسسو کې هم ښځې او نجونې له کار څخه منع کړې.

په عین وخت کې د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم د طالبانو د حکومت له خوا پر افغان میرمنو او نجونو باندې دغو محدودیتونو دوو کلنو پوره کیدو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او په غیر حکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز دوه کاله پوره کیږي نړۍ د یو ازمایښت سره مخ شوې ده.

رینا امیري په دغه پیغام کې ویلي: "که موږ افغان ښځو او نجونو ته پاتي راغلو، په هر ځای کې به د ښځو او نجونو حقونه خطر کې واچوو چې له افغانستان څخه به لرو نورو ځایونو ته هم وغځیږي".

میرمن امیري ویلي چې نړۍ راتلونکې اونۍ د طالبانو له خوا پر افغان میرمنو او نجونو باندې په پوهنتونونو کې له زده کړو څخه د منع کیدو او په غیر حکومتي مؤسسو کې د کار کولو بندیز لګولو دوه کاله پوره کول نمانځي.

میرمن امیري ویلي: "د دغو او د ۸۰ څخه زیاتو جنسیتي تبعیض لرونکو پالیسو له لارې، طالبانو ښځې او نجونې له خپلواکۍ، تحرک، زده کړې، د ژوند د وسایلو او حتی د ژوند ژغورونکو طبي مؤسسو ته د لاسرسي څخه محرومې کړي دي. خو په پاې کې به افغان ښځې او نجونې بریالۍ شي".

د افغان میرمنو او نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې په دې پیغام کې ویلي چې د افغانانو په تاریخ کې دا لومړی ځل ندی چې دوی له خنډونو سره مخ شوي. د ستونزو سربیره، دوی په نږدې هره ټولنیزه برخه کې د مشرانو په توګه بیا راښکاره شوي او د افغانستان په رغولو کې یې سترې ونډې لرلي. دوی به یوار بیا همدغسې وکړي. او د دوې د بریا لپآره، موږ یې باید په ګډه ملاتړ وکړو.

میرمن امیري ویلي: "دا پدې معنی ده چې د یوه هیله بخښوونکي او ډاډمن راتلوونکې لپاره، افغان نارینه – د هیواد دننه او بهر - باید له خپلو میرمنو، لوڼو، خویندو او د افغانستان له ټولو ښځو سره ودریږي".

همداشان میرمن امیري ویلي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو سره په هر ډول تعامل کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي: "د دپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو پرمختګ باید د هغو بنسټیزو اقداماتو سره تړلی وي چې د ښځو او نجونو په خلاف افراطي تګلارې په شا ګرځوي. غړي هیوادونه، مرستندویه ادارې، اکاډمیکې مؤسسې او خصوصي سکتور باید د افغان میرمنواو نجونو د استقامت او نوښتونو سره د څرګند ملاتړ په توګه، د سرچینو، ټیکنالوژۍ، زده کړې، د کار وسیلو، او اقتصادي فرصتونو برابرولو کې هڅې وکړي".

د افغان میرمنو او نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې ویلي تر هغو چې د افغان میرمنو او نجونو هیلې پیکه وي، افغانستان به په تیارو کې ایسار وي." دا به اوږد مزل وي، خو ناهیلي او تسلیمیدل پکښې ځای نلري".

دغې امریکايي چارواکې ویلي: "نړۍ په آزمیښت نیول شوې ده. که موږ افغان میرمنو او نجونو ته پاتي راغلو، په هر ځای کې به ښځو او نجونو ته پآتي راشو، او یوه خطرناکه بیلګه به جوړوو چې له افغانستان لرې په نورو ځایونو کې به هم انعکاس ومومي".

د سوریې د یاغیانو له پالیسو څخه د زده کولو سپارښتنه

په ورته وخت کې افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سوریه کې د عمده یاغي ډلې هیات التحریر الشام، د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د هڅو د یادونې پر مهال پرته له دې چې د طالبانو د ډلې نو واخلي ویلي دي چې افغانستان هم باید د سوریې د نوو مشرانو څخه زده کړه وکړي.

هغه ویلي: "د سوریې د هیات التحریر الشام د مشر د نیولو جایزه د ایسته کیدو په حال کې ده. هغوی چې په ورته وضعیت کې ځای لري د احمد الشرع څخه زده کړه وکړي چې څنګه د نړیوال سیستم په اصلي بهیر کې ورګډ شي.

هغه ویلي: "ایا طالبانو ورته پام دی".

ددې دمخه د د هيات التحرير الشام مشر هغه ادعا رد کړه چې ګواکې غواړي سوريه د افغانستان په نسخه بدله کړي او وايي چې سوریایان د افغانستان د طالبانو په پرتله بل ډول فکر لري او سوريه به د خپل تاریخ او فرهنګ سره برابر حکومت ولري.

احمد الشرع چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی، له بي بي سي سره په مرکه کې وویل: "د سوریې او طالبانو ترمنځ ډېر توپیرونه شته او زمونږ د حکومت کولو طریقه هم توپیر لري."

هغه زیاته کړه: "افغانستان یوه قبایلي ټولنه ده او سوریه په بشپړه توګه بل ډول ده او متفاوت فکر لري. د سوریې حکومتداري به د دې هیواد له تاریخ او کلتور سره سم وي."

الشرع د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سوریې په کلتور کې د ښځو حقونو او د ښځو تعلیم ته درناوی شامل دی، وویل چې د ښځو په تعلیم باور لري.

هغه د سوریې شمال لویدیځ ولایت ته په اشارې سره چې د ۲۰۱۱ کال راهیسې د یاغیانو په ولکه کې و، وویل: "موږ څه دپاسه اته کاله په ادلب کې پوهنتون لرو. زما په اند په پوهنتونونو کې د ښځو سلنه له ۶۰ څخه زیاته ده."

خو، ځینې شنونکي په دې باور دي چې په سوریه کې عمده یاغي ډله هیات التحریر الشام، د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د افغان طالبانو په څېر تګلاره خپله کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG