د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د روسیې سره د مثبتو اړیکو د لا پراختیا او ټینګښت په تړاو جدي سیاسي عزم لرو


د طالبانو او روسیې اړیکې
د طالبانو او روسیې اړیکې

د طالبانو حکومت د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۹ (جوزا ۹) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د تروریستي سازمانونو له لست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو په اړه د روسیې د اقدام په هکله ددې هیواد د مقاماتو د وروستیو څرګندونو د هرکلی په ترڅ کې ویلي چې له مسکو سره د مثبتو اړیکو د لا پراختیا او ټینګښت په تړاو «جدي سیاسي عزم» لري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ د اوزبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې له طالبانو سره د اړیکو ټینګول «یوه اړتیا ده» او زیاته کړې یې ده چې روسیه به په دې برخه کې د خپلو دوستانو او متحدینو د نظرونو په پام کې نیولو سره همغږي اقدام وکړي.

د روسیې ولسمشر وویل: "موږ اړتیا لرو چې د واقعیت پر بنسټ پرمخ ولاړ شو او د هغه پر بنسټ اړیکې ټینګې کړو."

دوه ورځې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو پوتین ته رپوټ ورکړی چې کولای شو د روسیې د تروریستي سازمانونو له لست څخه د طالبانو نوم وباسو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي، چې طالبان په افغانستان کې "اصلي ځواک" دی او د ده په وینا د روسیې د ممنوعه سازمانونو له لست څخه د طالبانو د نوم احتمالي ایستل د "عیني واقعیت" څرګندونکي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ، می ۲۹ (جوزا ۹) وویل: "د متقابل درناوي او مشترکو مصالحو پر بنسټ ، د دواړو ولسونو د ګټو د خونذیتوب په موخه د مثبتو اړیکو د لا پراختیا او ټینګښت په تړاو جدي سیاسي عزم لري."

په دې اعلامیه کې راغلي چې له څو لسیزو جګړو او بې ثباتۍ وروسته اوس افغانستان "د یوه مسوول حکومت څښتن شوی" او د سیمې د هیوادونو لپاره ښه فرصت برابر شوی چې د دوه اړخیزو لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره ددې ډلې له حکومت سره مثبتې اړیکې پراخې کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د ارتباطاتو سلاکار جان کربي د سه شنبې په ورځ می ۲۸ (جوزا ۸) وویل چې د تروریستي ډلو له لست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو او د دغې ډلې د احتمالي پیژندنې په اړه د روسیې څیړنه کیدای شي نورو هیوادونو ته یو ''ډارونکی پیغام'' واستوي. هغه وويل: "طالبانو تر اوسه په خپلو ژمنو کې يوه هم نه ده پوره کړې."

کربي زیاته کړه: "موږ په دې موقف کې نه یو او نه به یو چې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپیژنو. که روسیه دا کار وکړي، موږ باور لرو چې دا به نورو ته بد پیغام ورکړي... دا سم اقدام ندی."

روسیې په ۲۰۰۳ کال کې په رسمي توګه طالبان د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړل، خو وروسته له هغه چې دغه ډله په افغانستان کې بیا واک ته ورسېده، چې نږدې درې کاله یې کېږي، مسکو له طالبانو سره تعامل او اړیکې درلودلي دي.

روسیې په کابل کې خپل سفارت پرانیستی ساتلی دی او سربیره پر دې په مسکو کې د افغانستان سفارت فعال دی او سرپرستي یې د طالبانو د حکومت شارژدافیر په غاړه لري.

نړیواله ټولنه او حتی د سیمې عمده هیوادونه چې په تیرو دریو کلونو کې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، له طالبانو سره د هر ډول رسمي خبرو اترو لپاره د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او لږکیو حقونو ته پر درناوی او همدارنګه د یو ټول شموله حکومت په رامنځ ته کولو باندې د یو مخکني شرط په توګه ټینګار کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG