د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د جنورۍ پر درېيمه په اسلام اباد کې د لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو د یوې کمېټې غونډې ته ويلي دي چې په وروستيو کې يې د پولې پورې غاړې څخه شوي بريد ته قوي ځواب ورکړی دی.
نوموړي د کوم ځانګړي بريد يا هېواد نوم وانخيست، خو د ډسمبر پر ۲۸ (مرغومي ۸) په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د حکومت چارواکو ويلي وو چې د خوست ولایت د تریزیو او عليشیرو ولسوالۍ او د پکتيا د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند ډیورند کرښې ته نژدې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د شپې جګړه پيل شوې وه او د هغې ورځې تر نيمايي يې دوام کړی و.
د طالبانو حکومتي سرچينو رسنيو ته ويلي وو چې هغه برید يې د ډسمبر پر ۲۶ (مرغومي ۶) د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د جنګي الوتکو د بریدونو او افغان لور ته د اوښتو ملکي تلفاتو په غچ کې ترسره کړی و.
بلخوا د پاکستان نظامي سرچينو رسنيو ته په استول شوي بيان کې ادعا کړې وه چې د ډسمبر د ۲۷ او ۲۸ ترمنځ شپې مهال "خوارجو" په کورمه او شمالي وزیرستان کې د افغان طالبانو د سرحدي پوستو په کارولو سره پاکستان ته د ننوتلو هڅه وکړه، چې دوی يې "ټينګ ځواب" ورکړ او هغوی يې پر شا کړل.
د پاکستان حکومت او امنيتي ځواکونه د "خوارجو" اصطلاح زياتره وخت د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي.
شهباز شريف غونډې ته د وينا پر مهال ټي ټي پي ته په اشارې وويل چې په بشپړه ډول "د خوارجو د فتنې" له منځه وړلو وخت رارسېدلی دی. نوموړي ادعا وکړه چې د پولې پورې غاړې څخه چې کوم بريدونه کېږي، د هغوی مرسته کوونکي او اسانچاري په پاکستان کې دي او امنيتي ځواکونه به يې پرضد کاروايي کوي.
صدراعظم شريف وويل چې حكومت په دې خبر دی چې په پاکستان او په ځانګړې توګه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې کوم وسله وال امنيت خرابوي او هغوی د کومو هېوادونو ملاتړ لري.
نوموړي د پاکستان پر مرکزي او ايالتي چارواکو او ادارو غږ وکړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او په ټول هېواد کې د امنيت باوري کولو لپاره دې یو جامع پلان جوړ کړي. شهباز شريف زياته کړه چې په پاکستان کې د پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د امنيت ټينګول ډېر اړين دی.
په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په پاکستان، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. په اسلام اباد کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو په نوم غير دولتي ادارې په خپل کلني راپور کې ويلي دي چې په پاکستان کې په ۲۰۲۴ کال کې په شويو وسلوالو بريدونو کې ۴۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.
اداره وايي چې په دې بریدونو کې د ملکيانو او امنيتي منسوبینو په ګډون یو زر او ۶۱۲ کسان وژل شوي چې ۶۸۵ يې امنيتي منسوبین دي. د دې ادارې په وينا، تر ټولو زيات بريدونه په خيبر پښتونخوا او ورپسې په بلوچستان ايالتونو کې شوي دي.
همداشان د پاکستان پوځ ويلي و چې امنيتي ځواکونو په ۲۰۲۴ کال کې د دغه هيواد په بېلا بېلو برخو کې ۵۹ زره او ۷۷۵ عمليات تر سره کړي دي. د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د ډسمبر پر ۲۷ (مرغومي ۷) په راولپينډۍ کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ادعا وکړه چې د دې عملياتو پر مهال ۹۲۵ وسله وال وژل شوي دي، چې په وينا يې دا شمېره په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو لوړه شمیره ده.
نوموړي زياته کړه چې پر دې مهال ۳۸۳ پاکستاني افسرانو او عسکرو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د چودري په وينا، په پاکستان کې په ۲۰۲۴ کال کې هره ورځ د پوځ، استخباراتي ادارو او قانون پلي کوونکو ادارو له لوري له ۱۷۹ څخه زیات عملیات ترسره شوي دي.
د پاکستان حکومت او پوځ په دغه هيواد کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښو تر زياتېدو وروسته ادعا کړې ده چې د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې دي او له هغه ځايه په پاکستان کې بريدونه کوي. هغوی په وار وار د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان خلاف کارېدو ته نه پرېږدي او د ټي ټي پي خلاف دې اقدامات وکړي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستانيو چارواکو دا ډول تورونه په وار وار رد کړي او ټينګار يې کړی چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکارول شي. د طالبانو حکومت زياته کړې ده چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.
بل خوا تحريک طالبان پاکستان هم په خپلو بيانونو کې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د حملو ادعاوې رد کړې دي. دغې ډلې زياته کړې ده چې په افغانستان کې پټنځايونو ته اړتيا نه لري بلکې وسله وال یې په پاکستان کې دننه مېشت دي او هم هلته پر پوځ او امنیتي ځواکونو بريدونه کوي.
فورم \ دبحث خونه