د لاس رسي وړ اتصالات

ستانکزی دراني ته: هرڅوک چې زمونږ هیواد ته بد وګوري سترګې یې وباسو


شیرمحمد عباس ستانکزي او اصف دراني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د تیرې اونې د شخړو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې دا څرګندونې کړي دي.
شیرمحمد عباس ستانکزي او اصف دراني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د تیرې اونې د شخړو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې دا څرګندونې کړي دي.

د پاکستان د هوايي ځواکونو له خوا د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل پر ولسوالۍ د بمباریو نږدې یوه اونۍ وروسته لا هم د دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلیتا موجوده ده اودواړو هیوادونو د ځینو سیاسي مشرانو له خوا ددغه برید د غندنې او ملاتړ په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې پیغامونه خپاره کیږي.

ددغو پیغامونو په لړ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۳۰( مرغومې لسم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي پیغام کې افغانستان لپاره د پاکستان د پخواني ځانګړي استازي اصف دراني څرګندونو ته تند غبرګون ښودلی دی.

عباس ستانکزي، د پاکستان پخواني ځانګړي استازي د ایکس حساب یو پیغام ته په ځواب کې لیکلي چې ددې پرځای چې د پاکستان د هوايي ځواکونو له برید څخه زده کړه وشي ښه به دا وي چې د طالبانو د حکومت د ځواکونو د غچ اخیستنې د وروستي اقدام څخه پند واخیستل شي.

هغه لیکلي: "هرڅوک چې زمږنږ هیواد ته په بد نیت ګوري، هرڅوک چې زمونږ خوا ته په بد نیت ګوري، مونږ یې د لوی یرغل په ترڅ کې د هغوی سترګې اوباسو".

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۹( مرغومې نهم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې وروستیو پیښو ته په اشارې پر دغو پیښو خواشینې ښودلې ده ، خو زیاته کړې ده چې دا به د طالبانو ملګرو او وروڼو ته یو ښه پند هم وي.

هغه لیکلي: "افغانستان سره وروستۍ تبادله خوایشونکی ده خو باید چې افغان طالبانو ملګرو او وروڼو لپاره سبق هم وي: ټي ټي پي یوه سره کرښه ده او په کار دي چې هیچ کوم یو له دغې کرښې تیر نشي."

د طالبانو او پاکستاني دغو چارواکو د څرګندونو سربیره په لسګونو پاکستاني او د طالبانو د حکومت چارواکو او سیاسیونو هم د ټولنیزو رسنیو له لارې ددغو تازه بمباریو او سرحدي نښتو په اړه تبصرې کړي دي. د ټولنیزو رسنیو ځینو کارونکو په دغو تبصرو کې یو پربل باندې تورونه هم لګولي او د جګړې په تړاو یې ناتائید شوې ویډیوګانې هم خپرې کړي دي.

د پاکستان هوايي ځواکونو د تیرې سه شنبې د ورځې ناوخته د ډسمبر ۲۶( مرغومې شپږم) د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ کې پر څلورو نکتو باندې بمبارۍ وکړې، چې د طالبانو د حکومت د معلوماتو پراساس په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۵۰ زیات کسان مړه شوي او شپږ تنه نور په کې ټپیان شوي دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" په دغو بمباریو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله تائید کړې ده. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" په دغو بمباریو کې لږ ترلږه د ۲۰ ماشومانو وژل تائید کړي دي.

د پاکستاني هوايي ځواکونو ددغو بریدونو وروسته د راپورونو په اساس د پاکستان او طالبانو سرحدي ځواکونو د شنبې د ورځې ډسمبر ۲۸(مرغومې اتم) سهار وختي لږ تر لږه په څلورو سرحدي سیمو کې د څو ساعتونو لپاره سره نښتې کړي دي. دواړو خواو په دغو نښتو کې یو بل ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې هم کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په دننه کې د هوايي بریدونو په اړه ویلي چې دا بریدونه یې د "پاکستاني اتباعو امنیت ته د ګواښ د مخنیوي " له امله د "ترهګرو" پر خلاف کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د دسمبر ۲۶( مرغومې شپږم) اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل: "دا عملیات د پاکستان د استخباراتي اطلاعاتو په اساس د افغانستان په سرحدي سیمو کې ترسره شوي دي."

خو میرمن بلوچ وویل، چې پاکستان د افغانستان د خاورې بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی لري او تل یې هڅه کړې چې د افغانستان سره د اړیکو اړوند مسلو په هکله تفاهم ته لومړیتوب ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زیاته کړه چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو "په سرحدي سیمو کې د ترهګرو ډلو پر ضد" منظم عملیات کوي او دا کار "په ډېر احتیاط سره" ترسره کوي. هغې وویل، "پاکستان د خپلو خلکو امنیت ته ژمن دی."

پاکستان د طالبانو پر حکومت باندې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پی" ډلې ته د پناه ورکولو ورته د ملاتړ د برابرولو تورونه لګوي او ادعا کوي چې ددغې ډلې وسله وال د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي.

خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه په پرله پسې ډول رد کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرخلاف وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG