د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ باندې د پاکستان د هوايي ځواکونو د بریدونو په تړاو رپوټونو ته په غبرګون کې ویلي، چې "مونږ له پاکستان غواړو چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې یې ملکیانو ته زیان ونه رسیږي".
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکاغږ ته د ایمیل له لارې په دې غبرګون کې همداشان ویلي چې له طالبانو غواړي چې د افغانستان له خاورې د "تروریستي بریدونو د نه ترسره کولو په اړه ډاډ ترلاسه کړي".
د طالبانو حکومت د پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي ځواکونو د بریدونو یوه ورځ وروسته وویل چې په دغو بریدونو کې لږ ترلږه ۴۶ ملکي وګړي وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۵(مرغومې پنځم) د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په شین سترګۍ اډې، سورغمي، الماستې او مرغې سیمو کې په څلورو ځایونو بمبار شوي، چې له امله یې ۴۶ تنه وژل شوي دي
ذبیح الله مجاهد ویلي: "اکثریت یې ماشومانو او ښځې دي.شپږ تنه ټپيان دې چې پنځه یې ماشومان دي. شهیدان او ټپیان ځينې ځایی خلک دي او ځينې د وزیرستان څخه را کډه شوی کورنیو غړي دي".
خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ددې برید د تلفاتو د زیاتیدو خبر ورکړی دی. هغه د چین د سینهوا خبري اژانس ته ویلي چې د پکتیکا د برمل په ولسوالۍ کې په دې برید کې ۵۱ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د "تحریک طالبان پاکستان د افراطي ډلې پر یو کمپ" باندې د پاکستان د هوايي ځواکونو د برید په تړاو د خپرو شویو راپورونو څخه خبر دی.
دغه وزارت ویلي: "په دې برخه کې په هغو راپورونو چې په هوايي برید کې ماشومان وژل شوي اندیښمن یو. مونږ وضعیت ارزو".
ددې سره سره دغه وزارت ویلي چې "پاکستاني وګړو د لسیزو په اوږدو کې او په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو څخه په بې ساري ډول د تروریستي بریریدونو څخه زیانونه ګاللي دي".
پاکستان په پرله پسې ډول ادعا کړې چې افراطي ډلې په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د ډلې وسله وال په افغانستان کې په پاکستاني امنیتي ځواکونو په مرکزونو د تروریستي بریدونو پلانونه جوړوي او ددغې ډلې وسله وال د طالبانو د حکومت تر څارنې لاندې په دغه هیواد کې خوندي پټنځایونه لري.
خو طالبانو حکومت هم په پرله پسې ډول دا تورونه رد کړي دي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي، چې د افغاسنتان خاوره د کوم هیواد پرخلاف وکاروي.
ددې بریدړونو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومې پنځم) کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر دغه وزارت ته وغوښت او د افغانستان له حریم څخه دفاع یې د طالبانو د حکومت " سره کرښه" وګڼله.
ددغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې "دغه ډول بې مسؤولیته کړنې" په هیڅ ډول د منلو" ندي او "حتمآ عواقب" لري.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په اعلامیه دا بریدونه "وحشیانه" یاد شوي وو او ددغو بریدونو د غندنې ترڅنګ یې ویلي چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي.
د پاکستان حکومت تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو ددغه هیواد څلورو امنیتي چارواکو چې ونه یې نه غوښتل چې نومونه یې په راپور کې یاد شي، خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان د پکتیکا د ولایت د برمل په ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو پر پټنځایونو باندې دقیق بریدونه ترسره شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځ د افغانستان په خاوره کې هوايي بریدونه ترسره کوي. پاکستاني هوايي ځواکونو د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې هم د افغانستان د خوست او پکتیکا په ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي وو. همداشان پاکستاني هوايي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د خوست په ولایت کې هم هوايي بریدونه کړي وو.
فورم \ دبحث خونه