د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۲۶ (مرغومي ۶) د افغانستان پر خاوره هوايي برید تائید کړ او ویې ویل چې دا برید د افغانستان په سرحدي سیمو کې د "پاکستاني اتباعو امنیت ته د ګواښ" له امله د "ترهګرو" پر ضد وشو.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د سه شنبې په شپه هوایي برید به چې د ماشومانو په ګډون یې ۴۶ تنه په کې ووژل شول، "بې ځوابه" پاتې نه شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "دا عملیات د پاکستان د استخباراتي اطلاعاتو په اساس د افغانستان په سرحدي سیمو کې ترسره شول."
د دغه برید په غبرګون کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومي ۵) په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د افغانستان د خاورې دفاع یې د طالبانو د حکومت «سره کرښه» وبلله. د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې سره، دغه وزارت ویلي چې "دا ډول غیر مسؤلانه کړنې" چې "په هیڅ ډول د منلو" وړ نه دي "حتمي پایلې" لري.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د شوروي اتحاد د یرغل د ۴۵ کلیزې په مناسبت کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې د سه شنبې د ورځې ناوخته د پاکستان هوايي ځواکونو بریدونو ته په اشارې وویل چې پاکستاني چارواکي دې د شوروي د یرغل پر وړاندې د افغانانو له دریدلو څخه درس واخلي.
امیرخان متقي وویل چې پاکستاني چارواکو د مهاجرت د نړیوالو قوانینو پرخلاف د پکتیکا په ولایت کې پر وزیرستاني کډوالو باندې بمبارۍ وکړې او ښځې او ماشومان یې ووژل.
خو میرمن بلوچ وویل: "موږ د افغانستان د خاورې بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی لرو... [پاکستان] تل د افغانستان سره د اړیکو اړوند مسلو په هکله تفاهم ته لومړیتوب ورکړی دی."
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زیاته کړه چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو "په سرحدي سیمو کې د ترهګرو ډلو پر ضد" منظم عملیات کوي او دا کار "په ډېر احتیاط سره" ترسره کوي. هغې وویل، "پاکستان د خپلو خلکو امنیت ته ژمن دی."
د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونو د افغان مشرانو او سیاسي شخصیتونو له پراخو غبرګونونو سره هم مخ شوي، چې اکثرو یې دغه عمل د افغانستان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه او د طالبانو د سیاسي کړنلارې د کمزورتیا لامل بللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکاغږ ته د ایمیل له لارې دغو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې "مونږ له پاکستان غواړو چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې یې ملکیانو ته زیان ونه رسیږي".
پاکستان تل ادعا کوي چې تندلاري په ځانګړې توګه د تحریک طالبان جنګیالي په افغانستان کې ترهګریز بریدونه پلانوي او په پاکستان کې یې پلي کوي، خو افغان طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هیواد پر ضد وکارول شي.
اسلامآباد: پر افغانستان هوایي برید د "پاکستان د وګړو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو" په خاطر شوی
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه