د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د بم په چاودنې کې د پولیسو درې افسران وژل شوي


آرشیف
آرشیف

په پاکستان کې چارواکي وایي سه شنبه ډسمبر ۱۷ ( لیندۍ ۲۷) د خیبر پښتونخوا ډیره اسماعیل خان په ولسوالۍ کې د سړک غاړې بم یوې قوي چاودنې کې د پولیسو درې افسران وژل شوي او دوه نور ټپي شوي.

پولیسو ویلي چې چاودنه د پولیسو هغه موټر سره نږدې وشوه چې د ماشومانو ګوزڼ ضد واکسین کار کوونکو امنیت یې ساته.

په سیمې کې د پولیسو افسر ناصر خان ویلي چې د پولیسو په موټر چاودنه هغه وخت وشوه چې هغوي د پولیو واکسیناتورانو د امنیت ساتلو له ماموریت وروسته خپل مرکز ته ستنیدل.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې خو ملامتي یې ښایي د تحریک طالبان پاکستان په وسله والو واچول شي چې د کالونو راهیسې په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو وسله وال بریدونه کوي.

دا په تیرو دوو ورځو کې د خیبر پښتونخوا په ولایت کې په پولیسو چې د پولیو واکسین کوونکو امنیت ساتي، دویم برید دی.

تیره ورځ هم وسله والو یو پولیس په ډزو وواژه چې په خیبر پښتونخوا کې یې د پولیو د واکسیناتورانو امنیت نیولی و.

د خیبر پښتونخوا په کرک کې په دغه پېښه کې یو واکسیناتور ژوبل شوی دی.

د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دغه پولیس د واکسیناتورانو له یوې ډلې سره سفر کاوه چې په موټرسایکل سپرو کسانو ورباندې برید وکړ.

دغه چارواکي زیاته کړه: "په پېښه کې د پولیسو افسر ځای په ځای مړ شو او یو واکسیناتور ژوبل شوی دی."

په پولیسو دا بریدونه داسې مهال ډیر شوي چې پدې هیواد کې تیره ورځ د پولیو پر ضد د واکسین کولو وروستی کمپاین پیل شو چې په ترڅ کې به یې ۴۵ ملیون ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکړل شي.

پاکستان کې د روان میلادي کال پیل راهیسې د ماشومانو د ګوزڼ ۶۳ پیښې ثبت شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG