د لاس رسي وړ اتصالات

ګنډاپور په خيبر پښتونخوا کې د پوليو واکسيناتورانو د امنيت لپاره د اقداماتو امر کړی


د ډسمبر پر ۱۶ د خيبر پښتونخوا په کرک او بنو ولسواليو کې د پوليود واکسين پر ډلو جلا جلا بریدونو کې يو پوليس ووژل شو او دوه واکسيناتوران ژوبل شوي دي.(عکس ارشیف).
د ډسمبر پر ۱۶ د خيبر پښتونخوا په کرک او بنو ولسواليو کې د پوليود واکسين پر ډلو جلا جلا بریدونو کې يو پوليس ووژل شو او دوه واکسيناتوران ژوبل شوي دي.(عکس ارشیف).

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت اعلی وزير علي امين ګنډه پور د دغه ايالت په بېلا بېلو سيمو کې د ماشومانو د ګوزڼ پوليو واکسين پر ډلو د وسله والو بريدونو غندنه کړې او ويلي يې دي چې د بريدګرو د نيولو عمليات به ګړندي کوي او د پوليو واکسين ډلو د امنيت لپاره به نور اقدامات هم کوي.

نوموړي دا خبره تر هغه وروسته وکړه د ډسمبر پر ۱۶ (ليندۍ ۲۶) د خيبر پښتونخوا په کرک او بنو ولسواليو کې د پوليو پر واکسين ډلو جلا جلا بریدونو کې يو پوليس ووژل شو او دوه واکسيناتوران ژوبل شول.

د کرک د پوليسو مشر خان خېل رسنیو ته ويلي دي چې د ډسمبر پر ۱۶ د دغې ولسوالۍ په بانډه داود شاه کې د پوليو پر واکسين ډلې په وسله وال بريد کې يو پوليس ووژل شو او يو واکسيناتور ژوبل شو.

بلخوا په بنو کې د پوليسو وياند شبير جان رسنيو ته ويلي دي چې پر همدغه ورځ د دغې ولسوالۍ په مستي خېل سيمه کې د پولیو پر واکسين ډله برید کې يو واکسيناتور ژوبل شوی دی.

پر دې سربېره، د لکي مروت ولسوالۍ د پوليسو وياند شاهد خان ويلي دي چې ناپېژندليو وسلوالو د پوليو واکسين ډله څو ساعته یرغمل کړې وه او له هغوی څخه یې د طبي سامان الات اخيستو وروسته خوشې کړه.

تر اوسه د دې پېښو مسوليت چا نه دی منلی.

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې د پوليو واکسين پر ډلو بريدونه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم پر واکسيناتورانو او د هغوی پر ساتونکو پوليسو په وار وار بريدونه شوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د خيبر پښتونخوا په ګډون د دغه هيواد په ټولو ايالتونو کې د ډسمبر له ۱۶ (ليندۍ ۲۶) څخه د ماشومانو د ګوزڼ ضد اوه ورځنی واکسين کمپاين روان دی.

د پاکستان د پوليو مخنيوي پروګرام ويلي دي چې دا د سږ کال ۲۰۲۴ وروستی واکسين کمپاين دی چې پر مهال به يې د دغه هيواد په ۱۴۳ ولسواليو کې تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو له ۴۴ مليونه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

په خيبر پښتونخوا کې د پوليو د بېړنيو عملياتو مرکز مشر عبدالباسط په پېښور کې يوې خبري غونډې ته ويلي و چې په دغه ايالت کې د اوه ورځني کمپاين لپاره ۴۲۰۰۰ واکسين ډلې جوړې شوي او د دوی د امنيت لپاره ۵۴۰۰۰ ساتونکي موظف شوي دي.

د ډسمبر پر ۱۵ (ليندۍ ۲۵) په اسلام اباد کې د پوليو کمپاين په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان صدراعظم شهباز شريف وويل چې په پاکستان کې سږ کال د پوليو ۶۳ مثبت پېښې "د زياتې اندېښنې وړ" خبره ده او د دا ډول نورو پېښو مخنيوی يوه "لويه ننګونه" ده.

دغې غونډې ته د پولیو له منځه وړلو لپاره د پاکستان د صدراعظم ځانګړې استازې عایشې رضا فاروق وويل چې په دې کمپاين کې به په ټول هيواد کې شاوخوا څلور لکه واکسيناتوران برخه اخلي. نوموړې له ميندو او پلرونو غوښتنه وکړ چې د کورونو دروازې دې د هغوی لپاره پرانيزې تر څو ماشومان له پوليو ناروغۍ وژغورل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه ۶۳ ته رسېدلی دی، چې ۲۶ يې په بلوچستان ايالت، ۱۸ يې په خيبر پښتونخوا ايالت، ۱۷ يې په سيند ايالت، او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.

په پاکستان کې په دا وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالي روغتيا پالان اندېښمن کړي دي، ځکه په هغه هېواد کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ يوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.

بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي دي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی چې زياتره يې په هلمند او کندهار کې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.

دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG