د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۶ (مرغومي ۶) وویل، که د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اړیکو د ښه کولو جدي اراده ولري، روسیه چمتو ده چې د هغه له ادارې سره کار وکړي، خو د ده په وینا لومړی ګام باید ټرمپ پورته کړي.
ډونالډ ټرمپ چې ټاکل شوې د جنورۍ په ۲۰مه د امریکا د ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ ته راستون شي، څو ځلې د اوکراین پر جګړې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې سپینې ماڼۍ ته له رسېدو سره سم به په ۲۴ ساعتونو کې دغه جګړه پای ته ورسوي، خو د دې کار د کولو په څرنګوالي یې تبصره نده کړې.
اوکراین لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي کیت کیلوګ د دسمبر په ۱۸مه د فاکس خبري شبکې ته وویل چې دواړه خواوې د سولې خبرو ته چمتو دي او دا چې ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې موافقې د پلي کولو لپاره په ښه حالت کې دی.
لاوروف وویل: "که په واشنګټن کې د نوي ټیم پیغامونه د هغو خبرو اترو د بیا پیلولو په اړه جدي وي چې واشنګټن د ځانګړو پوځي عملیاتو (د اوکرایین جګړه) له پیل وروسته وشلولې، البته موږ به ورته ځواب ووایو."
لاوروف چې له دوو لسیزو راهیسې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دی، په مسکو کې خبریالانو ته وویل: "خو امریکایانو خبرې بندې کړې، نو باید هغوی لومړی ګام پورته کړي."
پر اوکراین د روسیې په برید کې چې ۲۰۲۲ کال کې مسکو «ځانګړي پوځي عملیات» بللي وو لسګونه زره کسان وژل شوي، میلیونونه کسان یې بې ځایه کړي او د ۱۹۶۲ کال د میزایلو له کړکیچ راوروسته یې د مسکو او لویدیځ ترمنځ په اړیکو کې تر ټولو لوی ترینګلتیا رامنځته کړې ده.
د متحده ایالاتو چارواکي روسیې ته د یو فاسد استبدادي دولت په توګه ګوري چې د متحده ایالاتو لپاره ترټولو لوی ګواښ دی، د متحده ایالاتو په ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې، د متحده ایالاتو اتباع یې په غلطو تورونو بندیان کړي او د متحده ایالاتو د متحدینو پروړاندې یې د تخریب کمپاینونه پیل کړي.
خو روسي مقامات امریکا د زوال په حال کې یو ځواک بولي او وایي چې په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهیسې واشنګټن په پرله پسې ډول د روسیې ګټې له پامه غورځولي او د خپلو ګټو لپاره یې د روسیې دننه د نفاق اچولو هڅه کړې ده.
په اوکراین کې سوله
رویټرز تیره میاشت راپور ورکړ چې پوتین له ټرمپ سره د اوکراین د اوربند په اړه خبرو ته چمتو دی، خو لوی ځمکني امتیازات ردوي او ټینګار کوي چې کیف دې له ناټو سره د یوځای کیدو هیلې پریږدي. روسیې د اوکراین شاوخوا شل سلنه خاوره نیولې ده.
لاوروف وویل، روسیه د جګړې د بندولو لپاره په یو کمزوري اوربند کې کومه ګټه نه ویني، خو غواړي د یوې تلپاتې سولې لپاره د یو قانوني تړون په اړه خبرې وکړي چې د روسیې او ګاونډیانو امنیت تامین کړي.
لاوروف وویل: "اوربند یوه لاره ده چې ځای نه نیسي. موږ وروستي قانوني تړونونو ته اړتیا لرو چې د روسیې د امنیت او البته زموږ د ګاونډیانو د مشروع امنیتي ګټو لپاره ټول شرایط تثبیت کړي."
هغه زیاته کړه چې مسکو غواړي قانوني اسناد په داسې ډول تدوین شي چې "د دې تړونونو څخه د سرغړونو ناشونوالی" یقیني کړي.
د روسیې ولسمشر پوتین وايي، د امریکا په مشرۍ لویدیځ د روسیې ګټې له پامه غورځولي او له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې هڅه کړې چې اوکراین په خپله کړۍ کې راولي او د روسیې د کمزوري کولو او بالاخره د ویجاړولو لپاره یې وکاروي.
وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ کال کې په اوکراین کې روس پلوه ولسمشر د لوېدیځ سره د نژدې اړیکو د ټینګولو په هدف، له واکه لرې ګړای شو، روسیې د کریمیا سیمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د اوکراین په ختیځ کې یې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو پوځي ملاتړ وکړ.
لوېديځ وايي، پر اوکراين د روسيې بريد د امپراطورۍ په بڼه د یوې خاورې غصب دی چې د ناټو پوځي اتحاد يې پياوړی کړی او روسيه يې کمزورې کړې ده.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې په ناټو کې د دې هېواد غړیتوب "د ترلاسه کولو وړ" دی، خو کیف باید د دې لپاره مبارزه وکړي چې لویدیځ متحدین قانع کړي چې دا په یو حقیقت واوړي.
فورم \ دبحث خونه