د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: روسیه د اوکراین د جګړې په اړه له ټرمپ سره خبرو او جوړجاړي ته چمتو ده


د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې n ولسمشر ولادیمیر پوتین سره څلور کاله وړاندې په یوه کتنه کې
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې n ولسمشر ولادیمیر پوتین سره څلور کاله وړاندې په یوه کتنه کې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۱۹ (لیندۍ ۲۹) اعلان وکړ چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرو ته چمتو دی او له اوکرایني چارواکو سره د خبرو د پیلولو لپاره کوم شرط نه لري.

ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال په وار وار ویلي وو چې که ولسمشر شي، په یوه ورځ کې به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي. خو تر اوسه یې په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي چې دا کار څنګه ممکن دی.

پوتین چې د پوښتنو او ځوابونو په کلنۍ غونډه کې یې خبرې کولې وویل چې هغه به د سولې د احتمالي موافقې لپاره له ټرمپ سره د لیدنې هرکلی وکړي.

پوتین وویل: "زه نه پوهیږم چې کله به هغه ووینم. هغه پدې هکله څه نه وایي. ما له هغه سره له څه دپاسه څلورو کلونو راهیسې خبرې نه دي کړي. زه چمتو یم، البته، هر وخت."

هغه زیاته کړه: "که موږ کله هم له منتخب ولسمشر ټرمپ سره ووینو، زه ډاډه یم چې موږ به د خبرو لپاره ډېر څه ولرو. روسیه خبرو اترو او جوړجاړي ته چمتو ده."

پوتین وویل، چې په ۲۰۲۲ کال کې اوکراین ته د پوځیانو له لېږلو راهیسې روسیه ډېره پیاوړې شوې، په ټولو برخو کې پرمختګ کوي او خپلو موخو ته د رسېدو په لور حرکت کوي، خو زیاته یې کړه: "موږ تل ویلي چې خبرو او جوړجاړي ته چمتو یو، خو بل لوری باید خبرو اترو او جوړجاړي ته چمتو اوسي."

پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل چې روسیه له اوکراین سره د خبرو د پیل لپاره هیڅ شرط نه لري او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ګډون له هر چا سره خبرو ته چمتو دی.

خو هغه زیاته کړه چې هر ډول تړون یوازې د اوکراین له مشروع چارواکو سره لاسلیک کېدای شي، چې د کرملین په انند اوسمهال دا یوازې د اوکراین پارلمان دی.

پوتین وویل، زیلینسکي چې د ولسمشرۍ دوره یې پای ته رسېدلې، خو د جګړې له کبله یې انتخابات ځنډولي، باید بیا وټاکل شي تر څو په قانوني توګه دا تړون لاسلیک کړي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډسمبر په اتمه (لیندۍ ۱۸) په پاریس کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره تر کتنې وروسته په اوکراین کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

ټرمپ ادعا وکړه چې کیف غواړي په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره "یوه معامله" وکړي.

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر، په ټولنیز شبکه Truth Social کې په یو پیغام کې ادعا وکړه چې مسکو او کییف دواړو په جګړه کې په سلګونو زره سرتیري له لاسه ورکړي، هغه جګړه چې د هغه په وینا "باید نه وای پیل شوې."

ټرمپ لیکلي: "باید سمدستي اوربند او خبرې اترې وشي. ډیر بې ضرورته خپل ژوند له لاسه ورکوي، ډیرې کورنۍ له منځه ځي."

ټرمپ ویلي دي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه یې غوښتي چې عمل وکړي او جګړه پای ته ورسوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG