د لاس رسي وړ اتصالات

کرملین: د روسیې پر خاوره د امریکايي میزایلو کارول د جګړې بڼه بدلولای شي


د امریکايي لاک هېډ مارتین شرکت لخوا جوړ شوي د "پوځي تکتیکي میزایل سیستم" اوږده واټن ویشتونکې توغندي، چې د جي پي اس ځانګړې ټکنالوژۍ سره سمبال دي، د چټک سرعت له امله یې ویشتل او له منځه وړل ستونزمن بلل کېږي. عکس - ارشیف
د امریکايي لاک هېډ مارتین شرکت لخوا جوړ شوي د "پوځي تکتیکي میزایل سیستم" اوږده واټن ویشتونکې توغندي، چې د جي پي اس ځانګړې ټکنالوژۍ سره سمبال دي، د چټک سرعت له امله یې ویشتل او له منځه وړل ستونزمن بلل کېږي. عکس - ارشیف

وروسته له هغې چې ولسمشر جو بایډن په لومړي ځل اوکراین ته اجازه ورکړه چې د متحدو ایالتونو اوږد واټن وېشتونکي میزایل د روسیې په خاوره کې دننه د بریدونو لپاره استعمالولای شي، د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ د نومبر ۱۸ (لړم ۲۸مه) بایډن د جګړې د اوږدېدو په هڅه تورن کړ.

د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف د ولسمشر بایډن دا پرېکړه، چې د جمهوري ریاست دوې میاشتې یې پاتې دي، د "تاوتریخوالي نوې پړاو" او د اوکراین په جګړې کې د امریکا د مداخلې کیفي بدلون" بللی دی.

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین په دې اړه کومه تازه تبصره نه ده کړې، خو د کرملین ویاند د پوتین هغه پخوانۍ څرګندونې یادې کړې چې په سپتمبر کې یې کړې وې.

پوتین ویلي وو، چې اوکراین ته د روسیې پر خاورې د بریدونو اجازه ورکول به نه یوازې د جګړې خطر په پراخه کچه زیات کړي، بلکې د جګړې بڼه به هم په جدي توګه بدله کړي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې دا ډول اقدام به د ناټو هېوادونه، په ځانګړې توګه متحده ایالات او اروپا سره د مخامخ ښکېلېدو په مانا وي.

پېسکوف دا ادعا هم وکړه، چې لویدیځ هېوادونه نه یوازې اوکراین ته اوږده واټن ویشتونکي وسلې ورکوي، بلکې له هغوی سره د روسیې په خاوره کې د اهدافو په نښه کولو کې هم مرسته کوي. پېسکوف دا کړنه د جګړې په بڼه کې اساسي بدلون بللی دی.

متحده ایالاتو تر دې وړاندې اوکراین ته اجازه ورکړې وه چې د هیمارس په نوم د لنډ واټن ویشتونکې امریکایي توغندیو سیسټم د روسیې سرحدي سیمو کې د پوځي اهدافو د ویشتلو لپاره وکاروي. دغه توغندي څه باندې ۸۰ کیلومتره واټن ویشتلای شي.

خو د ولسمشر بایډن د وروستي پریکړې پر بنسټ به اوکراین د "پوځ تکتیکي میزایل سیستم ATACMS " اوږده واټن ویشتونکو توغندیو څخه کار اخلي چې د ۳۰۰ کیلومترو په واټن اهداف ویشتلی شي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي څو میاشتې هڅه وکړه چې واشنګټن د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو کارولو ته قانع کړي، ترڅو د روسیې دننه د وسلو او مهماتو زیرمې په نښه کړي.

خو ولسمشر بایډن تر دې وړاندې د دې اقدام څخه ډډه کوله، ځکه چې د روسیې او ناټو سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنه یې لرله. خو د روسیې په کورسک سیمه کې د مسکو په پلوۍ په جګړې کې د شمالي کوریا ځواکونو د ګډون خبر واشنګټن ته د اندېښنې لامل شو، چې د دې پرېکړې ملاتړ یې پیاوړی کړ.

ویل شوي چې دا توغندي به لومړی د روسي او شمالي کوریا ځواکونو پر ضد وکارول شي، چې د کورسک سیمه یې د بېرته نیولو هڅه کوي. دغه سیمه اوکرایني ځواکونو د اګست میاشتې په ناڅاپي برید کې ونیوله او لا یې په ولکه کې ده.

د امریکايي لاک هېډ مارتین شرکت لخوا جوړ شوي د "پوځي تکتیکي میزایل سیستم" اوږده واټن ویشتونکې توغندي، چې هر یو یې ۲۲۷ کیلو ګرامه وزن لري او د جي پي اس ځانګړې ټکنالوژۍ سره سمبال دي، د چټک سرعت له امله یې ویشتل او له منځه وړل ستونزمن بلل کېږي.

دا پرېکړه په داسې وخت کې کېږي، چې د ولسمشر بایډن د جمهوري ریاست دوې میاشتې پاتې دي او ټاکل شوې د جنورۍ په ۲۰ مه نېټه ډونالډ ټرمپ د نوي منتخب ولسشمر په توګه لوړه وکړي.

نوي منتخب ولسمشر له اوکراین سره د امریکا د مرستو د دوام په اړه شک څرګند کړی او د جزیاتو له ورکولو پرته یې ادعا کړې چې په اوکراین کې د روسیې جګړه به د خپل جمهوري ریاست د دورې تر پیل مخکې ختموي.

د ولسمشر جو بایډن لخوا اوکراین د روسیې په خاوره کې دننه د متحدو ایالتونو اوږد واټن وېشتونکي میزایل د بریدونو د کارولو اجازه پداسې حال کې ورکول کیږي، چې روسیې د اوکراین په شمال د سومي پر ښار د روسیې په راکټي برید کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان ووژل شول او او ۸۴ نور ټپیان دي.

د اوکراین په شمال د سومي پر ښار د روسیې په راکټي برید کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان ووژل شول او ۸۴ نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین په شمال د سومي پر ښار د روسیې په راکټي برید کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان ووژل شول او ۸۴ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه په اودسا ښار کې هم د استوګنې پر سیمې د روسیې په ورته راکټي برید کې لږ تر لږه ۸ کسان ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د دغو بریدونو په اړه وویل، چې اوکراین او متحدین یې باید "د جګړې د پای ته رسولو لپاره" پر روسیې د فشار راوړلو باندې تمرکز وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "نن موږ د روسیې یو له تر ټولو لویو او خطرناکو بریدونو شاهدان وو؛ ۲۱۰ بې پیلوټه الوتکې او توغندي، چې په هغه کې هایپرسونیک او بالستیک توغندي هم شامل وو، په یوه وخت کې د اوکراین پر خاورې وتوغول شول."

په روسیې باندې د اوکراین د یرغل شاوخوا ۳۳ میاشتې کېږي، متحده ایالتونه او متحدیم یې په دغې جګړې کې له کیف سره ولاړ دي او پوځي او بشري مرستې ورسره کوي چې د مسکو په ضد جګړه وګټي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG