د لاس رسي وړ اتصالات

 
په نړۍ کې د فساد راپور؛ افغانستان درې درجې ښکته شوی

په نړۍ کې د فساد راپور؛ افغانستان درې درجې ښکته شوی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د شفافیت نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې نړیوال شاخص په اړه یو راپور خپور کړی چې له مخې یې افغانستان د نړۍ د هېوادونو په کتار کې ۱۶۵ځای نیولی او د تیر کال په پرتله درې درجې ښکته شوی دی.

ډنمارک، فنلنډ، سنګاپور او نیوزیلینډ د فساد ضد مبارزې د شاخصونو له مخې د زیاتو امتیازونو په لرلو سره د ۱۸۰ هیوادونو او سیمو په مینځ کې چې په دې راپور کې ارزول شوي ترټولو لوړې نمرې لري او په ترتیب سره له لومړي څخه تر څلورم مقام کې راغلي دي.

جنوبي سودان د تر ټولو ټیټو نمرو په درلودلو سره د جدول په پای کې دی او په ورته توګه سومالیا، وینزویلا او سوریه هم په وروستي درجو کې دي.

د شفافیت نړیوال سازمان هر کال د فساد ضد مبارزې د شاخصونو په اړه په خپل راپور کې هیوادونه درجه بندي کوي، چې ډنمارک د ۹۰ نمرو په لرلو سره په لومړي او جنوبي سودان د اتو نمرو په لرلو سره د جدول په پای کې دی.

افغانستان له فساد سره د مبارزې په شاخصونو کې یوازې ۱۷ نمرې خپلې کړي دي، په داسې حال کې چې د دغه سازمان د ۲۰۲۳ کال په راپور کې افغانستان د ۲۰ نمرو په لرلو سره ۱۶۲ مقام او په ۲۰۲۲ کال کې د ۲۴ نمرو په لرلو سره ۱۵۰ مقام خپل کړی و.

transparency
transparency


د افغانستان د ګاونډیانو په ډله کې چین د ۴۳ نمرو په لرلو سره ۷۶، اوزبیکستان د ۳۲ نمرو په لرلو سره ۱۲۱، پاکستان د ۲۷ نمرو په لرلو سره ۱۳۵، ایران د ۲۳ نمرو په لرلو سره په ۱۵۱ ځای کې راغلي دي، تاجیکستان د ۱۹ نمرو په لرلو سره د افغانستان څخه یوه درجه پورته په ۱۶۴ ځای کې دی او ترکمنستان د افغانستان په څیر ۱۷ امتیازه لري او د افغانستان سره جوخت په ۱۶۵ درجه کې راغلی دی.

د شفافیت نړیوال سازمان د روڼتیا، د فساد د کچې او د فساد ضد اقداماتو د اغیزمنتیا پر بنسټ د دولتونو ارزونه او درجه بندي کوي، او خپل معلومات د نړیوال بانک، نړیوال اقتصادي فورم او نورو معتبرو سرچینو څخه راټولوي.

د شفافیت د نړیوال سازمان په راپور کې افغانستان په داسې حال کې درې درجې راښکته شوی، چې دا هېواد د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو په واکمن کیدو سره له سخت بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی.

د شفافیت نړیوال سازمان ویلي دي چې بې ثباته هیوادونه اکثرا استبدادي حکومتونه لري چې په لوړه کچه د اداري فساد سره مخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG