د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په اوکراین کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه


ټرمپ د اوکراین او فرانسې له ولسمشرانو سره ولیدل.
ټرمپ د اوکراین او فرانسې له ولسمشرانو سره ولیدل.

د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ ډسمبر اتمه (لیندۍ ۱۸) د اوکراین او فرانسې له ولسمشرانو سره تر ملاقات وروسته په اوکراین کې د سمدستي ‌اوربند غږ وکړ.

ټرمپ ادعا وکړه چې کیف «غواړي د جګړې بندولو لپاره معامله» وکړي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروټ سوشل» کې لیکلي دي‌، چې په داسې یوې جګړې کې د مسکو او کیف سلګونه زره کسان وژل شوي «چې باید پيل شوې نه» وای.

هغه لیکلي دي: «باید سمدستي اوربند وشي او مذاکرات پیل شي. له کوم ضرورت پرته د ډېرو ژوند ضایع شو (ووژل شول) او ډېر کورونه ویجاړ شول.»

نوموړي د روسیې په ولسمشر ولادمیر پوتین غږ وکړ،‌ چې د جګړې ختمولو لپاره اقدام وکړي.

ټرمپ د اوکراین او فرانسې له ولسمشرانو ولادمیر زیلینسکي او امانویل میکرون سره تر خبرو وروسته دا څرګندونې کړې دي.

زیلینسکي دا خبرې «رغوونکې» وبللې او له ټرمپ سره یې تر ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل د سولې هره معامله چې کېږي، باید د اوکراینیانو «لپاره عادلانه» وي «چې روسیه، پوتین او هر بل یرغلګر بیا دا فرصت ونه لري چې راوګرځي».

د اوکراین ولسمشر د یکشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په یو بل جلا پوست کې لیکلي دي چې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ له ۲۴ نېټې راهېسې په اوکراین کې د روسیې په یرغل کې یې ۴۳۰۰۰ سرتېري یې وژل شوي او څه باندې ۳۷۰۰۰ نور یې ژوبل شوي دي

دواړه خواوې په جګړې کې د تلفاتو د رسمي شمېرو په خپرولو کې زړه نازړه دي،‌ خو د لویدیځ چارواکي وایي چې په وروستیو میاشتو کې د سختو جګړو له کبله دواړو خواو ته درانه تلفات اوښتي او هره میاشت زرګونه کسان وژل کېږي او ژوبل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG