د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وایي اوکراین یې په یو پوځي مرکز د امریکا اوږد واټن وېشتونکي مېزایل توغولي


امریکا تر دې مخکې اوکراین ته اجازه نه وه ورکړې چې ATACMS میزایلو باندې یې د روسیې خاوره وولي.
امریکا تر دې مخکې اوکراین ته اجازه نه وه ورکړې چې ATACMS میزایلو باندې یې د روسیې خاوره وولي.

د روسیې پوځ نن سه شنبه نومبر ۱۹ (لړم ۲۹) وویل چې اوکراین د بریانسک په سرحدي سیمې کې د دوي په یو پوځي مرکز باندې د متحدو ایالتونو د اوږد واټن وېشتونکي میزایل توغولي دي.

امریکایي رسنیو څو ورځې مخکې راپور ورکړ چې ولسمشر جوبایډن اوکراین ته اجازه ورکړې چې په روسیې کې د ننه بریدونو لپاره دا میزایل وکاروي. دا د هغې اجازې څخه وروسته د خپل ډول لومړی برید بلل کېږي.

د روسیې د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې«دښمن د بریانسک په سیمه کې په یو ځای باندې شپږ بالستیکي میزایل توغولي. د معلوماتو په اساس په برید کې په متحدو ایالتونو کې جوړ شوي د ATACMS میزایل کارول» شوي دي.

مسکو ویلي دي، چې د لویدیځ په وسلو د روسیې د نړیوالو پېژندل شویو سیمو وېشتل به متحده ایالتونه په مستقیم ډول په دغې جګړې کې دخېل کړي او مسکو به «مناسب او محسوس ځواب» ورکوي.

د روسیې پوځ ویلي دي چې پنځه توغول شوي میزایل یې خنثی کړي او د شپږم میزایل پاتې شونې په یو «پوځي مرکز» کې، چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، غورځېدلې او لږ اور یې بل کړی و. اعلامیه وايي: «تلفات او ویجاړۍ نه شته.»

په همدې حال کې اوکراین ویلي دي چې د روسیې د وسلو یو ډيپو یې د روسیې د خاورې په ۱۱۰ کیلیو میترۍ کې دننه په نښه کړی، خو‌ په اړه یې نور معلومات نه دي‌ ورکړي.

مسکو ویلي دي چې د اوکراین پوځیان د امریکا د پوځ له مستقیمو مرستو پرته دا وسلې نه شي کارولای او له همدې کبله متحده ایالتونه د اوکراین په جګړې کې مستقیمآ دخېل شوی او «ملموس ځواب» به ورکوي.

د امریکا حکومت لا د دغه برید او د روسیې د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ د اتومي وسلو نوي‌ لارښودونه او دوکتورین لاسلیک کړل،‌ چې د روسیې ځمکنۍ بشپړتیا ته د ورپېښو ګواښونو په اړه د اتومي وسلو کارول اسانه کوي.

د متحدو ایالتونو نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوکراین ته د امریکا د مرستو په اندازې انتقاد کړی او ویلي دي‌ چې واک ته له رسېدو وروسته به د اوکراین جګړه ختموي، خو نه یې دي ویلي چې څنګه به دا کار کوي.

روسیې او اوکراین په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې د سولې په خبرو کې یې لاس بري وي.

روسی د شمالي کوریا شاوخوا ۱۱۰۰۰ سرتېري د جګړې لیکو ته استولي دي او اوکراین هم د دغه کار په غبرګون کې د امریکا د اوږد واټن وېشتونکو میزایلو د کارولو اجازه ترلاسه کړه او د روسیې خاوره یې په دې میزایلو وېشتلې ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې باید ټولې هڅې وشي چې له دیپلوماتیکو لارو څخه یې بل کال ته په هېواد کې جګړه ختمه شي او له جرمني څخه یې غوښتي دي‌ چې د اوکراین ځواکونو ته لېرې واټن وېشتونکي توغندي ورکړي.

په همدې حال کې جرمني ویلي‌ دي چې اوکراین ته به ۴۰۰۰ بې پيلوټه الوتکې ورکوي، خو اوږد واټن وېشتونکي میزایل نه ورکوي.

روسیې د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ په اوکراین باندې یرغل پیل کړی دی، متحده ایالتونه او ایتلافیان یې په دغې جګړې کې له کیف سره ولاړ دي، پوځي او بشري مرستې ورسره کوي چې د مسکو په ضد جګړه وګټي.

دغه مطلب کې د فرانس پرس او رویټرز اژانسونو له معلوماتو کار اخیستل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG