د اسرائيل د دفاع وزیر اسرائیل کنټز د پنجشنبې په ورځ د سوریې په مرکز دمشق باندې هوايي برید تائید کړ او ویې ویل چې د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې «د جلب او ادارې مرکز» یې په نښه کړی دی.
د چین په یو مشهور رستورانت کې د خوړو په دیګ کې د یو کس لخوا د متیازو کولو ویډیو غبرګونونه پارولي او د رستورانت چلوونکو ویلي چې خپلو زرګونو مشتریانو ته تاوان ورکوي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ مارچ (کب۲۲) په یوې اعلامیې کې وویل چې د یو شمېر عربو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د منځني ختیځ لپاره د متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي سټیف ویتکوف سره لیدلي او د غزې د بیا رغونې اړه یې ورسره بحث کړی دی.
د پاکستان چارواکي وايي وسله والو په بلوچستان ایالت کې په یو ریل ګاډي برید کړی او لږ تر لږه ۴۵۰ مسافر یې یرغمل کړي دي.
په پاکستان کې چارواکي وایي چې وسله والو په بلوچستان کې درې نایان یا وېښته جوړوونکي په مرمیو وېشتلي او وژلي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې د نړۍ په څلورمه برخه هېوادونو کې د ښځو حقونه زیانمن شوي دي.
کرملین وايي له روسیې سره د خبرو لپاره د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د تیاري ښودنه "مثبت" پرمختګ دی.
د عربو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له جګړې وروسته د غزې د وضعیت په اړه د مصر په مرکز قاهره کې د تړلو دروازو شاته غونډه وکړه.
په افغانستان کې طالب چارواکي وايي چې په دوو ولایتونو کې د ږلۍ او باران له کبله ۲۹ تنه مړه شوي دي.
د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي د یکشنبې په ورځ، فبروري ۲۳ (کب پنځم) د لبنان د حزبالله د مشر حسن نصرالله د جنازې په مراسمو کې، چې په تېر سپتمبر کې د اسرائیلو په هوايي برید کې ووژل شو، د اسرائیل په وړاندې د "مقاومت" ژمنه وکړه.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د چهارشنبې په ورځ فبروري ۱۹ (کب لومړۍ) وویل فرانسې او متحدینو یې توافق کړی چې د اوکراین د جګړې ختمېدو په اړه باید هرې معاملې کې د اوکراین حقوق او د اروپا امنیتي اندېښنې په پام کې ونیول شي.
جاپان وايي دغه هېواد ته ورغلي د طالبانو له یو لوړپوړي پلاوي څخه یې غوښتي چې د طالبانو حکومت بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د جنوبي چیلي په سمندر کې یو نهنګ تېره اونۍ یو کس د هغه له کوچنۍ کښتۍ سره ژوندی تیر کړ، خو څو ثانیې وروسته یې روغ رمټ بیرته له خولې څخه وغورځاوه.
د مصر دولتي رسنیو راپور ورکړی چې په پلازمینه قاهره کې د یوې ودانۍ د نړېدو له کبله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي، اته تنه ټپیان دي او ګمان کیږي چې یو شمېر نور د نړېدلې ودانۍ د خاورو او خځلو لاندې بند پاتې دي.
سعودي عربستان وايي چې په اوکراین کې د سولې په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د غونډې کوربتوب ته تیار دی.
یو پاکستانی سړی او د هغه ښځه په دې تور محکمې ته حاضر کړل شوي چې یوه ۱۳ کلنه کارګره نجلۍ یې د یو چاکلیټ د غلا کولو په تور وهلې او وژلې ده.
د بریتانیا د جرمونو سره د مبارزې ملي اداره وايي شپږ افغانان یې د انسانانو د قاچاق د یوې شبکې سره د تړاو په تور نیولي دي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ فبروي ۱۲ (سلواغه۲۴) وویل چې تمه لري په سعودي عربستان کې به د روسیې له ولسمشر پوتین سره د اوکراین د سولې په اړه خبرې وکړي.
ایران د ډیرې سړې هوا له کبله ښوونځي او دولتي دفترونه ددې لپاره تړلي چې انرژي وسپموي.
په سویډن کې د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۱ (سلواغه۲۳) محکمې یوه ۵۲ کلنه ښځه په سوریې کې د نسل وژنې او بشریت ضد جنایاتو په جرم په ۱۲ کالونو بند محکومه کړه.
نور پورته کول