د لاس رسي وړ اتصالات

 
مصر کې د یوې ودانۍ نړېدلو له کبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

مصر کې د یوې ودانۍ نړېدلو له کبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


په قاهره کې د ودانۍ نړېدو پېښه (د ارشیف عکس)
په قاهره کې د ودانۍ نړېدو پېښه (د ارشیف عکس)

د مصر دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ، فبروري ۱۷ (سلواغې ۲۹) په پلازمینه قاهره کې د یوې ودانۍ د نړېدو له کبله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي، اته ټپیان دي او ګمان کیږي چې یو شمېر نور تر نړېدلې ودانۍ لاندې بند پاتې دي.

د اخبار الیوم ورځپاڼې د راپور له مخې، پېښه د قاهرې د کرداسه په سیمه کې رامنځته شوې چې زیاتره کارګران اوسیږي. امبولانسونه د پیښې ځای ته استول شوي او د ژغورنې ډلې د هغو خلکو لټون کوي چې ګمان کیږي تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

عیني شاهدانو دغې دولتي رسنۍ ته ویلي چې پېښه د ګازو د یو سلنډر د چاودنې له کبله رامنځته شوې او پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د قاهرې په ښار کې چې شاوخوا ۲۶ میلیونه وګړي پکې ژوند کوي، د ودانیو د جوړولو پر مهال د خوندیتوب مقررات په جدي ډول نه پلي کیږي.

په قاهره کې په وروستیو کلونو کې د یو شمیر ودانیو د نړېدلو له کبله مرګ ژوبله اوښتې ده. د ډیرو دغو پیښو لامل زړې ودانۍ او یا هم د خوندیتوب د مقرراتو نه پلي کېدل ښودل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG