د جنوبي کوریا د دفاع وزارت یو چارواکي وویل چې شمالي کوریا روسیې ته د اوږده واټن ویشتونکي ۲۰۰ توغندي ورکړي دي.
د فرانسې په شمالي ساحل کې، بریتانیا ته د تلونکو دوو افغان کډوالو د مړیو له موندل کېدو وروسته، فرانسوي چارواکو وویل چې په دې تړاو یې شپږ کسان نیولي دي چې افغانان هم پکې شامل دي.
د ترکیې په پلازمینه انقره کې چارواکي وايي د ککړو شرابو د څښلو له امله لږ تر لږه ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۰ نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
له متحده ایالاتو څخه هند ته په امریکايي پوځي الوتکه کې د ۱۰۴ کډوالو له ستنېدلو یوه ورځ وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامونیم جیشنکر، د غیرقانوني کډوالۍ په وړاندې د "سختو اقداماتو" خبرداری ورکړی دی.
د ننګرهار په ګوشتې کې د نفرایټو د کان کیندنه روانه ده. دغه شنې قیمتي ډبرې د افغانستان د هغو کانونو برخه ده چې د طالبانو حکومت غواړي د مالي سرچینو په توګه ورڅخه ګټه ترلاسه کړي.
د تاجیکستان د حکومت څو پخواني لوړ پوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ څلورمه (سلواغې ۱۷) په یوه پټه محاکمه کې د "کودتا د دسیسې" او "ملي خیانت" په تور په بند محکوم شول.
ایراني رسنۍ وايي چې مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د حزب الله مشر نعیم قاسم په لبنان کې د خپل "استازي" په توګه نومولی دی.
د هغې ښځې د بدن پاتې شونې چې ۳.۱۸ میلیون کاله پخوا یې ژوند کاوه، په لومړي ځل په اروپا کې نندارې ته ایښودل شوي دي.
ایران د یکشنبې په ورځ فبروري دویم (سلواغې ۱۴) په تهران کې د ولسمشر پزشکیان په ګډون د یوې غونډې پر مهال یو نوی توغندی نندارې ته وړاندې کړ چې د ایراني چارواکو په وینا د ۱۷۰۰ کیلومتره واټن وهلو وړتیا لري.
په پاکستان کې پولیس مقامات وایي چې وسله والو د امنیتي سرتېرو په یو موټر برید کړی دی، څلور سرتېري او د هغوی موټر چلوونکی یې وژلي دي.
روغتیايي سرچینو او سوداني فعالانو د شنبې په ورځ، فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۳) وویل چې د سودان پر پایتخت خرطوم باندې د توپونو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵۶ تنه وژل شوي دي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ جنوري ۳۰ (سلواغه۱۱) ټېنګار وکړ چې مصر او اردن به د غزې بې ځایه شوي ومني.
د فلسطین د سرې میاشتې مقامات وايي چې د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغه لسمه) په لویدیځه غاړه کې د اسرائیل په یو هوايي برید کې اوه تنه وژل شوي، د اسرائیل پوځ وایي د «وسله والو یوه شبکه» یې په نښه کړې.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي له هغه راهیسې چې متحده ایالاتو خپلې بهرنۍ مرستې بندې کړي، په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ نادولتي موسسو خپل فعالیتونه ځنډولي دي. طالبانو غوښتنه کړې ده چې بشري مرستې باید سیاسي نشي.
په هند کې د هندو مذهب یوې سترې میلې کې په ټیل ماټیل کې لږ تر لږه ۳۰ تنه مړه شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شویدي.
کرملین د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۷ (سلواغه اتمه) وویل چې دوی لا هم له ولادیمیرپوتین سره د ډونالډ ټرمپ د ممکنه ملاقات په اړه د متحدو ایالتونو «اشارو» ته منتظر دي.
له تاجیکستان څخه په تیره میاشت کې د لسګونو افغانان خپل هېواد ته له لیږل کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دغه هېواد څخه غوښتي چې د افغان کډوالو شړل پای ته ورسوي.
په هند کې د څو پیړیو زوړ بابري جومات د ویجاړوونکو په پارولو تورنې مذهبي مشرې ته ددغه هېواد درېمه ترټولو ستره دولتي جایزه اعلان شوې ده. منتقدینو په دې کار نیوکه کړې ده.
د متحدو ایالتونو سنا د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۳ (سلواغه څلورم) جان رکلیف د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) د مشر په توګه تائید کړ او په دې سره د ولسمشر ټرمپ په امنیتي ټیم کې یوه کلیدي څوکۍ ډکه شوه.
د افغانستان په کندهار ولایت کې میشت د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د طالبانو د غورځنګ اساسي ستنه بلل کیږي چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې بې له کومې ننګونې پر افغانستان حکومت کوي او په کلکه اسلامي قانون پلی کوي.
نور پورته کول