له متحده ایالاتو څخه هند ته په امریکايي پوځي الوتکه کې د ۱۰۴ کډوالو له ستنېدلو یوه ورځ وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامونیم جیشنکر د پنجشنبې په ورځ، فبروري شپږمه (سلواغې ۱۸)، د غیرقانوني کډوالۍ په وړاندې د "سختو اقداماتو کولو" خبرداری ورکړی دی.
په متحده ایالاتو کې د جنوري په ۲۰مه د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د لوړې راهیسې په امریکا کې زرګونه غیر راجستر شوي کډوال نیول شوي دي. امریکا ته د کډوالۍ په اړه د ټرمپ د یو فرمان په اړه باور کیږي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۱ میلیون غیر راجستر شوي کډوال اغېزمن کړي.
جیشنکر د هند پارلمان ته وویل: "دا د ټولو هیوادونو مکلفیت دی چې خپل اتباع، چې معلومه شي په نورو هېوادونو کې په غیرقانوني توګه اوسیږي، بیرته واخلي."
د متحده ایالاتو د سرحدي ګزمو مشر مایکل ډبلیو بېنکس وویل چې "هند ته د غیرقانوني بهرنیانو ستنول، په پوځي الوتکو کې د اخراج ترټولو اوږده الوتنه" ده.
بېنکس د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې په یو پوسټ کې هغه ویډیو خپره کړې چې ښيي په کتارونو کې ولاړ لاس تړلي کډوال یوې پوځي الوتکې ته پورته کیږي.
جیشنکر وویل نوي ډیلي "د متحده ایالاتو له حکومت سره خبرې کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې بیرته ستنیدونکو کډوالو سره د الوتنې په جریان کې په هیڅ ډول ناوړه چلند ونشي." خو هغه یادونه وکړه چې "د اخراج دا پروسه نوې نه ده،" او دا چې متحده ایالاتو له ۲۰۰۹ راهیسې له ۱۵۰۰۰ څخه ډیر هنديان شړلي، چې نږدې نیمایي یې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ له دغه هېواد څخه ایستل شوي دي.
جیشنکر وویل: "زموږ تمرکز باید د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره یو قوي اقدام وي، او په عین وخت کې د قانوني مسافرینو لپاره د ویزو اخیستلو د چارې د اسانه کولو لپاره ګامونه پورته شي."
هند د نړۍ پنځم لوی اقتصاد دی چې د سړي سر ناخلص عواید یې د زیاتېدو په حال کې دي. خو له دې سره سره، هر کال په سلګونو زره هندي اتباع د غوره کاري فرصتونو په لټه کې هیواد پریږدي.
په داسې حال کې چې هندي کډوال د نړۍ په ډیرو هېوادونو کې میشت دي خو متحده ایالت ددغو کډوالو یو غوره انتخاب بلل کیږي.
نوی ډیلی له واشنګټن څخه غواړي چې امریکا ته د هندي انجینرانو، ډاکټرانو او نورو لوړو مهارتونو لرونکو هندیانو د تګ لپاره د ویزې اخیستل اسان کړي.
ټرمپ د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دورې کې د هند د صدراعظم نریندرا مودي سره تودې اړیکې پاللې. هندي رسنیو راپور ورکړی چې مودي ښايي راتلونکې اونۍ واشنګټن ته سفر وکړي او له ټرمپ سره وګوري.
فورم \ دبحث خونه