د لاس رسي وړ اتصالات

 
په سودان کې د توغندیو او هوايي بریدونو له کبله ۵۶ تنه وژل شوي دي

په سودان کې د توغندیو او هوايي بریدونو له کبله ۵۶ تنه وژل شوي دي


عکس:ارشیف - په سودان کې شخړه
عکس:ارشیف - په سودان کې شخړه

روغتیايي سرچینو او سوداني فعالانو د شنبې په ورځ،‌ فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۳) وویل چې د سودان پر پایتخت خرطوم باندې د توپونو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵۶ تنه وژل شوي دي.

په سودان کې د چټک غبرګون د ملاتړ وسله‌والې ډلې د سیاسي‌ برخلیک معلومولو او د دې هېود په ملي اردو کې د مدغم کېدو په تړاو له څو میاشتو لانجو وروسته، د سودان د نظامي مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان داګالو، چې د چټک غبرګون د ملاتړې ډلې مشري کوي ترمنځ جنګ د ۲۰۲۳ کال د اپریل له ۱۵ راهیسې روان دی.
دا جنګ تر ډېره د پایتخت خرطوم او ورته څیرمه ښارونو اومدورمان او شمالي‌ خرطوم کې دوام لري.

یوې روغتیايي سرچینې د فرانس پرس اژانس ته وویل چې د شنبې په ورځ د اومدورمان په ښار کې پر یو مارکېټ باندې د چټک غبرګون د ملاتړ وسله‌والو په برید کې ۵۴ تنه ووژل شول.

د پېښې د قربانیانو د کورنۍ یو غړي هم د فرانس پرس اژانس ته وویل یو توغندی د سبو پلورلو په یو مارکېټ کې ولګېد چې له امله یې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بیړني حالت سرچینو ویلي‌ چې د نیل سیند په پورې غاړه کې چې د چټک غبرګون د ملاتړ وسله‌والو تر کنټرول لاندې ده دوه غیرنظامیان په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان شوي‌ دي.

د چټک غبرګون د ملاتړ ډله په دې جنګ کې تر ډېره له بې پیلوټه الوتکو څخه استفاده کوي خو د سودان اردو لا هم د دې هېواد هوايي ځواک له ځان سره لري او له مخالفې ډلې سره په جنګ کې ترې کار اخلي.

د سودان په جنګ کې تر اوسه لسګونه زره کسان وژل شوي دي‌ او څه باندې ۱۲ میلیونه وګړي له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي. د اټکلو له مخې د سودان په جنګ کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۵۰زره رسېږي.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس څه باندې ۱۲ میلیونه سودانیان له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي چې له دې شمېرې لږ تر لږه دوه میلیون یې له خپل هېواد څخه بهر ته کډوال شوي دي.

د دې هېواد په ځینو برخو کې په ځانګړې توګه په لویدیځ او جنوب کې خلک قحطي ځپلي دي او یو شمېر کورنۍ یې اړ کړي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره واښه وخوري.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس په سودان کې شاوخوا ۲۶ میلیونه وګړي چې د دې هېواد د ټول نفوس څه باندې نیمايي برخه جوړوي د خوړو د نه خوندیتوب له ترینګلي حالت سره مخ دي.

د سودان د ښکېلو خواو تر منځ د سولې خبرې چې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د ملګرو ملتونو د عمومي‌ منشي انتوني ګویتریش د ځانګړي استازي رامتان لامامرا په منځګړیتوب پیل شوې تر اوسه یې د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG