په جرمنی کې پولیسو یو افغان د هغه برید په تور نیولی دی چې دوه کسان په کې ووژل شول او درې نور ژوبل شول.
د ایران او اروپايي ځواکونو (بریتانیا، فرانسې او جرمني) استازو د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۳ (مرغومې۲۴) په ژینو کې د ایران د اتومي پروګرام په اړه لیدلي او خبرې کړي دي.
لاس انجلس کې اور نورو خوندي سیمو ته خپور شوی؛ د مړو شمېر ۱۶ ته ورسېد
د سولې د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ له مسلمانو مشرانو څخه وغوښتل چې د طالبانو حکومت ته مشروعیت ورنه کړي او طالبانو له لوري د افغان ښځو د حقونو د سرغړونې له کبله باید خپل «رښتینی رهبریت څرګند» کړي.
په بریتانیا کې څه باندې ۱۶۰ سیاستوالو په یو لیک کې د انګلنډ او ویلس له کرکټ بورډ څخه غوښتي دي چې بله میاشت په پاکستان کې د چمپینز ټرافي په سیالیو کې له افغانستان سره لوبه ونه کړي، خو د انګلنډ کرکټ بورډ دا غوښتنه رد کړې ده.
یو اوو کلن هلک چې په زمبابوې کې د زمریانو او نورو وحشي ژویو ډک ځنګله کې پنځه ورځې وړاندې ورک شوی و، ددغه ځنګله د کارکوونکو له خوا ژوندی موندل شوی دی..
د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا په ایالت کې پولیس وايي چې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر دویمه (مرغومې۱۳) یوه کوچنۍ الوتکه په یوې تجارتۍ ودانۍ باندې غورځېدلې ده او لږ تر لږه دوه تنه په کې مړه شوي دي.
په جنوبي کوریا کې د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ (مرغومې ۱۱) پلټونکو وویل چې د دغه هېواد د تعلیق شوي ولسمشر یون سوک یول د نیولو حکم صادر شوی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي، مسکو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ممکنه جوړجاړي د یوې برخې په توګه دغه هېواد ته د لویدیځ د سوله ساتو ځواکونو د استولو مخالف دی.
د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف د جلال اباد په غرنۍ سیمه کې د ریل ګاډي د دې پټلۍ د جوړولو کار پرانیست چې ۸ میلیارد ډالر لګښت ورباندې راځي او له اروپا سره راکړې ورکړې ته لار هواروي.
د ایران د مجازي فضا عالي شورا په وټساپ باندې په دغه هېواد کې له دوه کلن بندیز وروسته، د پیغامونو استولو ددغه مشهور اپلیکیشن بیرته پرانیستلو ته رایه ورکړې.
د روسیې رسنیو راپور ورکړی چې د ددغه هېواد یوې محکمې د سه شنبې په ورځ، ډسمبر ۲۴ (مرغومي څلورمه)، یو امریکایي وګړی د "جاسوسۍ" په تور په ۱۵ کاله بند محکوم کړ.
د افغانستان او نورو او نورو اسیایي هېوادونو څخه کډوال له دغه لارې څخه اروپا ته د تللو هڅه کوي.
د مالیزیا حکومت پرېکړه کړې چې د خپلې هغه الوتکې لټون له سره پیل کړي چې نږدې ۱۰ کال وړاندې له ۲۳۹ سپرلیو سره په هوا کې په مرموز ډول ورکه شوې وه.
د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت وايي چې د روان کال په لومړیو کې یې په سوریې کې د داعش ضد عملیاتو د یوې برخې په توګه د خپلو سرتېرو شمېر دوه برابره کړی او ۲۰۰۰ ته یې رسولی.
د سویډن حکومت سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۷ (لیندۍ۲۷) یوه طرحه اعلان کړه، چې په اساس یې د هغو پناه غوښتونکو چې د پناه غوښتنه یې رد شوې او تر څو پورې چې له سویډن څخه وتلي نه وي، بیا نه شي کولای د پناه غوښتنه وکړي.
په بریتانیا کې نن سه شنبه ډسمبر ۱۷ (لیندۍ۲۷) یوې محکمې د یوې بریتانوۍ-پاکستانۍ لس کلنۍ نجلۍ د قتل په قضیه کې د هغې پلار او ناسکه مور ته د ابدي حبس سزا ورکړه.
د تایوان د دفاع وزارت نن دوشنبه ډسمبر ۱۶ (لیندۍ۲۶) اعلان وکړ چې دغه هېواد ته د امریکا د ابرامز د پرمختللیو جنګي ټانکونو لومړۍ جوپه، چې ۳۸ ټانکه دي، رسېدلې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان نن پنجشنبه ډسمبر پنځمه (لیندۍ۱۵) اسرائیل د تېرکال د پیل راهېسې په غزې کې په نسل وژنې تورن کړ او وايي چې نوی راپور یې د نړیوالې ټولنې لپاره د بیدارۍ زنګ دی.
نړیوال بانک د چهارشنبې په ورځ ډسمبر څلورمه (لیندۍ۱۴) خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د افغانستان اقتصاد د لږې ودې سره سره بیا هم د نا څرګند راتلونکي او لویو ننګونو سره مخامخ دی.
نور پورته کول