د تایوان د دفاع وزارت نن دوشنبه ډسمبر ۱۶ (لیندۍ۲۶) اعلان وکړ چې دغه هېواد ته د امریکا د ابرامز د پرمختللیو جنګي ټانکونو لومړۍ جوپه، چې ۳۸ ټانکه دي، رسېدلې ده.
واشنګټن له ډېر وخت راهېسې د تایپي مهم ملګری او د وسلو تمویلوونکی دی- چې بیجینګ یې غوصه کړی. چین ادعا کوي چې تایوان یې برخه ده.
د دفاع وزارت وايي چې د امریکا (M1A2) ټانکونه- چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د ۱۰۸ دانو د جوړېدو فرمایش ورکړل شوی و- د یکشنبې په ورځ تایوان ته رسول شوي او د مرکز تایپي جنوب کې د پوځ یو روزنیز مرکز ته انتقال شوي دي.
د تایوان نیمه دولتي مرکزي خبري اژانس راپور ورکړی چې دا په تېرو ۳۰ کالونو کې لومړی ځل دی چې تایوان (M1A2) نوي ټانګونه ترلاسه کوي.
د تایوان پوځ دا مهال ۱۰۰۰ ټانکونه لري، چې په تایوان کې جوړ شوي « CM 11 Brave Tiger » او امریکایي ساخت « M60A3» ټانکونه په کې دي.
د ابرامز ټانګونه، په نړۍ کې تر ټولو درانه ټانکونه دي او د امریکا د پوځ یو قوت بلل کېږي. تایوان د چین له لوري د یرغل له ګواښ سره مخامخ دی او بیجینګ ویلي دي، چې له خپلې خاورې سره یې د یو ځای کولو لپاره به د پوځي ځواک د کارولو څخه هم ډډه ونه کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه له متحدو ایالتونو څخه وغوښتل چې «تایوان ته د وسلو ورکول او د تایوان ملاتړ بند» کړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جن ژیان وویل: «د ځواک او بهرنۍ مرستې له لارې د تایوان د خپلواکۍ ترلاسه کولو هڅه ناکامه ده. چین به د خپل ملي حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا کلکه دفاع وکړي.»
که څه هم تایوان په کور دننه دفاعي صنعت لري او خپل وسائیل پرمختللي کوي، د خپلو امنیتي وړتیاود قوي کولو لپاره له امریکا څخه د وسلو په اخیستلو ډېره تکیه کوي.
تایوان په ۲۰۱۹ کال کې د ابرامز د دغو ټانکونو غوښتنه کړې او د اخیستو لپاره یې ۱.۲ میلیارد ډالر جلا کړي وو. د تایوان د پوځ یو مقام فرانس پرس ته ویلي دي، چې د دغو ټانکونو پاتې برخه به یې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کالونو کې تایوان ته انتقال کړل شي.
چین په دې وروستیو کلونو کې په تایوان باندې فشارونه زیات کړي او د دغه ټاپو شاوخوا اوبو کې جنګي بېړۍ او په فضا کې جنګي جټ الوتکې ګرځوي.
د تایوان مقاماتو تېره اونۍ وویل چې تر ټولو لوی پوځي تمرینونه یې وکړل، چې په کې ۹۰ بېړۍ یې د جاپان د جنوب له ټاپو څخه د چین جنوبي سمندرې پورې ولاړې، چې په کې په بهرنیو بېړیو باندې بریدونه او د سمندري لارو د تړلو تمرینونه شامل وو.
بیجینګ لا دا پوځي تمرینات تائید کړي نه دي.
تر دې دمه تایوان ته د ابرامز ټانګونو د استول کېدو په اړه امریکايي چارواکو څه نه دي ویلي.
فورم \ دبحث خونه