د لاس رسي وړ اتصالات

چین د تایوان چاپېر پوځي تمرینونه وکړل؛ واشنګټن پاروونکي بللي


د چین د پوځ لخوا په خپور شوي دې تصویر کې د تایوان شاوخوا پوځي تمرینونه ښودل شوي دي.
د چین د پوځ لخوا په خپور شوي دې تصویر کې د تایوان شاوخوا پوځي تمرینونه ښودل شوي دي.

چین دوشنبې اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۳) هغه پوځي تمرینونه پای ته ورسول چې په ترڅ کې یې د تایوان د ټاپو شاوخوا جنګي بیړۍ او الوتکې ځای په ځای کړې وې او دا یې ددغه خپلواک ټاپو "جدايي غوښتونکو" ته د "جدي خبرداري" ورکولو ګام بللی و.

دا یو ورځني تمرینونه په تیرو دوو کلونو کې د تایوان په شاوخوا کې د چین څلورم پراخ پوځي تمرینونه دي. بیجینګ ګواښ کړی چې د تایوان د نیولو لپاره به د زور له کارولو درېغ ونکړي.

واشنګټن د چین دا اقدام پاروونکی بللی او پر بیجینګ یې غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي.

بیجینګ په ځايي وخت د دوشنبې په ماښام شپږ بجې د تمرینونو له پیل ۱۳ ساعته وروسته اعلان وکړ چې دغه پوځي تمرینونه "په بریالیتوب سره بشپړ شوي" دي.

د پوځ ویاند لي شي په یو بیان کې وویل چې د "ګډې تورې-2024B" په نوم دغو عملیاتو کې چین "د خپلو ځواکونو ګډې عملیاتي وړتیاوې په بشپړه توګه ازمویلي دي."

لي وویل: "د محاربې د ډګر د قوماندې ځواکونه تل د تیارسي په حال کې او د سختو تمرینونو په ترسره کولو سره جګړې ته خپل چمتووالی پياوړی کوي او 'د تايوان د خپلواکۍ او بېلتون غوښتونکو هڅې به شنډې کړي.'"

بیجینګ د تایوان نوي ولسمشر لای چینګ ټی ته چې د می په میاشت کې واک ته ورسېد او د تایوان د حاکمیت د دفاع په برخه کې تر پخواني ولسمشر تسای انګ وین سخت دریځ لري، بیجینګ په غوسه کړی او هغه یې "بیلتون غوښتونکی" بللی دی.

لای د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې "د دیموکراتیک تایوان او د هغه د ملي امنیت ساتنه به وکړي"، پداسې حال کې چې د دفاع وزارت ویلي چې د چین د تمرینونو په غبرګون کې یې "مناسب ځواکونه" لیږلي دي.

چین، چې د تایوان د مالکیت دعوه لري، په تېرو څلورو کلونو کې دغې جزیرې ته څېرمه په فضا کې پروازونه کړي او په اوبو کې یې کښتۍ چلولي دي.

چین په تایوان باندې پوځي او سیاسي فشارونه زیات کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن له تایوان سره د دفاعي همکارۍ په برخه کې د ۵۶۷ میلیون ډالرو نوې مرسته تائید کړه.

سپینې ماڼۍ وویل چې ولسمشر بايډن د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې دچې د دفاع وزارت او پوځي تعلیمي او روزنیزې برخې د خدماتو څخه دې «تر ۵۶۷ میلیون ډالرو پورې تایوان ته مرستې برابرې کړې.»

امریکا په دیپلوماتیک ډول تایوان په رسمیت نه پېژني خو کلیدي ملګرې یې ده او ډېرې پوځي مرستې هم ورسره کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG