د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او چین مقاماتو د هېوادونو د مشرانو د ممکنه ملاقات او جنوبي چین د سمندر په شخړو غږېدلي


د امریکايي او چینايي مقاماتو خبرې به د پنجشنبې په ورځ هم روانې وې
د امریکايي او چینايي مقاماتو خبرې به د پنجشنبې په ورځ هم روانې وې

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۸ (سنبله اومه) بیا ولیدل او د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د ممکنه ملاقات او د جنوبي چین په سمندر کې د شخړو په ګډون په یو لړو مسائیلو وغږېدل. دا دویمه ورځ ده چې دوی سره ګوري.

دواړو خواو ویلي دي چې د دوی خبرې ښکاره، رغوونکې او اساسې وې،‌ د چین دولتي‌ اژانس سینهوا د وانګ يي له خولې لیکلي دي چې په سمې لارې د واشنګټن او بیجینګ د اړیکو روان ساتل د دواړو هېوادونو د مشرانو په لارښوونو پورې اړه لري.

سپینه ماڼۍ وايي سولیوان او وانګ يي د مشرتابه په کچه د تماس نیولو په اړه هم غږېدلي او سېنهوا ویلي چې په بلې اوونۍ کې د ولسمشر بایډن او ولسمشر شي د احتمالي ملاقات په اړه هم خبرې شوې.

د چین حکومت د بیان په اساس، دواړو مقاماتو د پوځ له پوځ سره د اړیکو او په «مناسب وخت» کې د دواړو هېوادونو د پوځ قومندانانو د ویدويي خبرو په اړه هم بحث کړی دی.

د چین د دولتي‌ تلویزون راپور ورکړی چې وانګ يي ویلي‌ چې «د چین او امریکا د ارتباط ښه پرمختګ د یو بل په برابر درناوي» پورې تړلی.

د تایوان په تنګي کې د سولې او ثبات د ساتلو په اړه د خبرو تر څنګ، دواړو خواو د جنوبي چین په سمندر کې په شخړو هم بحث وکړ، د چین دولتي رسنۍ وايي چې وانګ يي واشنګټن ته د فیلیپین سره د مرستو په اړه خبرداری ورکړ.

د چین د CCTV د راپور په اساس، وانګ يي ویلي: «متحده ایالتونه باید دوه اړخیز تړونونه د چین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د کمزوري کولو لپاره پلمه نه کړي. همدغه راز د فیلیپین د سرغړوونکو اقداماتو ننګه و نه کړي او یا سترګې پرې پټې نه کړې.»

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي‌ چې سولیوان هم «د جنوبي‌ چین په سمندر کې د فیلیپین د قانوني سمندري عملیاتو په ضد د چین خلق جمهوریت د اقداماتو په اړه اندېښنه» څرګنده کړې ده.

د چین بېړیو د جنوبي چین په سمندر کې د فیلیپین له بېړیو سره نښتې کړې او دا کار واشنګټن نا ارامه کړی، واشنګټن له مانیلا سره دوه اړخیز دفاعي تړون لري.

د سه شنبې په ورځ د هند-پاسیفیک کې د متحدو ایالتونو د قومندانۍ مشر سامیول پاپارو وویل چې د امریکا پوځ د جنوبي چین په سمندر کې د فیلیپین د بېړیو د بدرګه کولو په اړه د خبرو لپاره اماده دی.

جیک سولیوان او وانګ يي همدغه راز په تایوان د چین د مالکیت د ادعا او د امریکا له لوري د چین په توکو باندې د مالیو لګولو په اړه خبرې کړي دي. وانګ يي‌ ویلي دي چې «تایوان د چین دی» او د تایوان استقلالیت د تایوان په تنګي کې د سولې او ثبات لپاره تر ټولو لوی خطر» دی. چین په دموکراتیک ډول رهبري کېدونکی تایوان د خپل قلمرو برخه ګڼي او وايي چې له خپلې خاورې سره یې یو ځای کېدل یوازینۍ لاره ده، ان که په زور هم وي.

خو په تایوان کې عمومي نظر پوښتنې ښودلې چې له چین سره د تایوان د یو ځای کېدو لپاره ډېر کم ملاتړ موجود دی.

د چین د حکومت په بیان کې همدغه راز ویل شوي چې چین د امریکا له لوري په چینايي توکو باندې د مالیې په اړه نارضایتي ښودلې او ویلي دي‌ چې واشنګټن باید «د چین مشروع ګټې له خطر سره مخامخ» نه کړي او دا کار بند کړي.

سپینه ماڼۍ وايي چې د چین د ناعادلانه اقتصادي چلند او اقتصادي تګلارو په اړه د اندېښنې ښودلو تر څنګ، ویلي دي چې متحده ایالتونه به په غیر موجه ډول د تجارت او پانګونې له محدود کولو پرته «خپل ضروري اقدامات روان ساتي چې د متحدو ایالتونو د پرمختللې تکنالوژیو د کارولو په واسطه زموږ د ملي امنیت د کمزورې کولو» مخه ونیسي.

د متحدو ایالتونو او چین د مقاماتو ترمنځ خبرې به د پنجشنبې په ورځ هم روانې وي او په تجارت، منځني ختیځ، اوکراین او نورو مسائیلو خبرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG