د لاس رسي وړ اتصالات

چین وايي د امنیت او حاکمیت په دفاع کې د ایران ملاتړ کوي


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه اګست ۱۱ (زمری۲۱) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې بیجینګ د «حاکمیت، امنیت او ملي هویت» په دفاع کې د ایران ننګه کوي.

اعلامیه وايي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ایران د بهرنیو چارو له سرپرست علي باقري کني، سره په تیلیفون کې دا خبرې کړې دي.

په دغو خبرو کې وانګ د ایران په خاوره کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه وژل غندلي او ویلي دي، چې دغه برید د ایران حاکمیت زیانمن کړی او د سیمې ثبات یې ګواښلی دی.

ایران او د حماس ډلې ویلي دي چې دا برید اسرائیل کړی دی. اسرائيل تر دې دمه نه ددغه برید مسئولیت اخیستی او نه یې رد کړی دی.

د اسرائیل او حماس ترمنځ روانې جګړې په سیمې کې د شخړې د زیاتېدو اندېښنې پارولې دي. ایران خبرداری ورکړی دی چې د دغه برید غچ به اخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې وانګ علي باقري کني‌ ته ویلي دي‌ چې د اسماعیل هنیه وژنې «د غزې د اوربند د مذاکراتو بهیر او د سیمې سوله او ثبات کمزوري» کړي دي.

په اعلامیې کې د وانګ له خولې ویل شوي دي: «چین د قانون په اساس له ایران سره د حاکمیت، امنیت او ملي هویت په دفاع کې او د سیمې د سولې او ثبات په ساتلو کې یې د هڅو مرسته کوي او چمتو دی له ایران سره نژدي روابط وساتي.»

په همدې حال کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان عباس عراقچي په خپلې کابینې کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه نومولی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG