د لاس رسي وړ اتصالات

غزې کې د اوربند هڅې ؛ د اسرائیل د استخباراتو مشر د منځګړو هیوادونو استازو سره ګوري


په مصر کې دولتي مطبوعاتو جمعه جولای ۲۶ ( زمري پنځمه) ویلي چې ټاکل شوې د اسرائیل د استخباراتو د ادارې مشر او مرکچي ډله یې د همدې راتلونکې یکشنبې په ورځ د ایټالیا په پایتخت روم کې د مصر، قطر او متحده ایالاتو د استازو سره وګوري.

دا په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند لپاره یوه تازه هڅه ده.

مصري رسنۍ القاهره نیوز چې د دې هیواد استخباراتي ادارې سره اړیکې لري، په یو راپور کې د یو جګپوړي چارواکي له خولې چې نوم یې ندی په ډاګه شوی ویلي چې دا خبرې په غزې کې د اوربند په هکله موافقې کولو باندې کیږي.

سره لدې چې د القاهره نیوز په راپور کې پدې هکله څه ندي ویل شوي چې خو په امریکا کې د اکسیسوس په نامه خبرې ادارې ویلې چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو ادارې، سي آی اې مشر بیل برنز به هم پدې غونډې کې برخه ولري او د اسرائیل، قطر او مصر چارواکو سره به وګوري.

مصري چارواکي ویلي چې په موافقې کې یې ټینګار په سمدستي توګه اوربند کیدو، غزې ته د بشري مرستو انتقال ډاډ ورکول او د فلسطین په خاورې کې په آزاده توګه د ملکیانو ګرځیدو راګرځیدو خوندي کول دي.

د مصر دې چارواکي همدرانګه ویلي چې قاهره غواړي اسرائیلي ځواکونه په بشپړه توګه د رفح تګ راتګ لارې څخه ووځي چې غزه د دې هیواد سره نښلوي.

په غزې کې د اوربند لپاره دا تازه هڅې داسې مهال کیږي چې د فلسطين دوو غلیمو ډلو حماس او فتح د چین په مرکز بیجینګ کې د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۲۳ په خبرو کې توافق وکړ چې د کلونو دښمني به ختموي او په غزې کې به د جګړې له ختمېدو وروسته "د ملي یوالي حکومت" جوړوي.

د چین تلویزوني شبکې (CGTN) د ټولنیزو رسنیو په یو پوست کې لیکلي دي، چې دا مذاکرات دوې ورځې وو، د فلسطین ۱۲ نورو ډلو هم په کې برخه لرله او د

د فتح سازمان او د حماس ډلې، چې د اسرائیل په اړه د جلا جلا دریځونو له کبله په خپلو کې سره اختلاف درلوده، له ۱۲ نورو فلسطینۍ ډلو سره یو ځای د اختلافاتو د ختمولو او ملي یوالي موقت حکومت د جوړولو اعلامیه خپره کړه.

د حماس ډلې، چې ایران یې ملاتړی دی، دا کار یو لوی پرمختګ او د فلسطینیانو د ملي یوالي لپاره مثبت ګام بللی دی او د چین مننه یې کړې ده.

مصر، قطر او متحده ایالاتو د څو میاشتو راهیسې په غزې کې د اوربند لپاره هلې ځلې کوي. د اوربند په وړاندیز شوې موافقې کې به د حماس ډله برمته شوي کسان پریږي چې په بدل کې به یې اسرائیل فلسطینیان د زندانونو څخه خوشې کړي.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل، مقامات وايي په دغو بریدونو کې ۱۱۹۷ اسرائیلیان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي او ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل کړل.

د حماس له بریدونو څخه وروسته، اسرائیل په غزې باندې پوځي عملیات پیل کړل چې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وایي په روانې جګړې کې څه باندې ۳۹۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ملکیان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG