د لاس رسي وړ اتصالات

متحده عربي اماراتو له جګړې وروسته غزه کې د 'نړیوال ماموریت' غوښتنه وکړه


د غزې په رفح کې د جګړې له کبله د بې ځایه شویو فلسطینیانو په کمپ کې پر یوې خیمې د متحده عربي اماراتو د سرې میاشتې ټولنې لوګو لیدل کیږي.
د غزې په رفح کې د جګړې له کبله د بې ځایه شویو فلسطینیانو په کمپ کې پر یوې خیمې د متحده عربي اماراتو د سرې میاشتې ټولنې لوګو لیدل کیږي.

متحده عربي اماراتو د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۵ (زمری څلورمه) غږ وکړ، چې له جګړې وروسته غزه کې باید یو «موقت نړیوال ماموریت» پيل شي چې نظم رامنځ ته او بشري کړکیچ حل کړي.

په نړیوالې همکارۍ کې د متحده عربي اماراتو د دولت وزیرې ریم الهاشمي ویلي دي چې د فلسطیني حکومت په بلنې سره باید یو نړیوال ماموریت واستول شي چې سوله او امنیت ټېنګ او بشري کړکیچ حل شي.

هغې وویل: «دا نړیوال ماموریت به په اغیزناک ډول د بشري کړکیچ د حل مسئول وي... نظم او قانون به راولي... او د یو مشروع فلسطیني واک لاندې به د غزې او لویدیځې غاړې د یووالي لپاره لار پرانیزي.»

د ریم الهاشمي تر څرګندونو څو ورځې مخکې د متحدو عربو اماراتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لانا نسیبه د بریتانیا فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي وو چې امارات کولای شي د فلسطین د اصلاح شوې خپلواکې ادارې په بلنې سره د نورو نړیوالو شریکانو سره یو ځای د ثبات راوړونکو ځواکونو برخه شي.

د مۍ په میاشت کې د عربو هېوادونو مشرانو په یوې غونډې کې غوښتنه وکړه چې د فلسطین اشغال شویو سیمو ته د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواک واستول شي، اسرائیل د دغه وړاندیز کلک مخالفت کړی دی.

د اسرائيل صدر اعظم بینیامین نتنیاهو له جګړې څخه وروسته غزې په اړه په خپلو پلانونو کم غږېدلی، خو تېره ورځ یې د متحدو ایالتونو کانګرس ته په وینا کې وویل چې اسرائیل باید امنیتي‌ چارې کنترول کړې او اسرائیل ته منل شوي فلسطیني څېرې مدني چارې اداره کړي.

واشنګټن په وار وار ویلي چې له جګړې څخه وروسته غزې کې د اسرائیل او د حماس د حکومت مخالف دی او باید د فلسطین اصلاح شوې خپلواکه اداره واګې په لاس کې واخلي.

له ۲۰۰۷ کال راهېسې په غزې باندې د حماس ډله واکمنه ده او د فلسطین خپلواکه اداره په کې نه شته، خو د اسرائیل له لوري په اشغال شوې لویدیځې غاړې کې د فلسطینیانو په ځینو ښارګوټو او ښارونو باندې محدود واکونه لري.

د حماس او فتح ډلو جولاۍ ۲۳ (زمري دویمه) په بیجینګ کې د چین په منځګړتوب په خبرو کې توافق وکړ چې د کلونو دښمني به ختموي او په غزې کې به د جګړې له ختمېدو وروسته «د ملي یوالي حکومت» جوړوي. د دوی ترمنځ مذاکرات دوې ورځې روان وو، د فلسطین ۱۲ نورو ډلو هم په مذاکراتو کې برخه لرله او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ناظر و.

د چین رسنۍ وايي د دغه هېواد حکومت په غزې کې له جګړې وروسته د لارې د نقشې جوړولو په هدف د دغو فلسطينۍ ډلو د خبرو منځګړی او کوربه و.

د یرغمل شویو وژل کېدل

اسرائیل وايي چې د پنځو نورو یرغمل شویو مړي یې هم موندلی دي. د اسرائیل پوځ وايي چې د حماس ډلې د هغوی مړي غزې ته انتقال کړي وو او د اسرائیل پوځ په خان یونس کې د عملیاتو په مهال وموندل.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل، مقامات وايي په دغو بریدونو کې ۱۱۹۷ اسرائیلیان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي او ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل کړل.

د حماس له بریدونو څخه وروسته، اسرائیل په غزې باندې پوځي عملیات پیل کړل چې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وایي په روانې جګړې کې څه باندې ۳۹۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ملکیان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG