د لاس رسي وړ اتصالات

حماس له جګړې وروسته په غزه او لویدیځه غاړه کې د یو خپلواک حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې


غزه
غزه

د حماس د سیاسي دفتر یو غړي د جمعې په ورځ جولای ۱۲ (سرطان ۲۲مه) وویل چې دغې ډلې د اوربند د خبرو په ترڅ کې په غزه او اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د یو خپلواک حکومت د جوړیدو وړاندیز کړی چې غیر ګوندي شخصیتونه یې مدیریت وکړي.

حسام بدران د اسرائیل او حماس ترمنځ د روانو خبرو اترو په اړه چې د قطر، مصر او متحده ایالاتو په منځګړیتوب ترسره کیږي، د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: ''موږ وړاندیز کړی چې له جګړې وروسته د غزې او لویدیځې غاړې مدیریت یو ملي با صلاحیته حکومت وکړي.''

خو بدران زیاته کړه: ''له جګړې وروسته د غزې اداره له بهرنۍ مداخلې پرته د فلسطین داخلي مسله ده او موږ به د غزې له جګړې وروسته له هیڅ کومې بهرنۍ ډلې سره په دې اړه خبرې ونه کړو.''

د حماس یو غړي د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې د یو غیر ګوندي حکومت د جوړولو وړاندیز د منځګړو سره یوځای چمتو شوی دی.

د حماس دغه غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ویلي چې دا حکومت به "له جګړې وروسته په لومړي پړاو کې د غزې او لویدیځې غاړې مسایل اداره کړي او د ملي ټاکنو لپاره به شرایط برابر کړي."

بدران دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د اسرائیل صدراعظم بنيامين نتنياهو له مصر سره په پوله د غزې تړانګې د فلاډلفي دهلېز د کنټرول ساتلو غوښتنه وکړه.

دا شرایط د حماس له دریځ سره په ټکر کې دي، ځکه دغې ډلې ویلي چې اسرائیل باید له اوربند وروسته د غزې له ټولې خاورې ووځي.

نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د فلاډلفي دهلیز کنټرول د هغو هڅو یوه برخه ده چې له مصر څخه حماس ته د وسلو د قاچاق مخه ونیول شي.

اوس مهال د قطر په پلازمینه دوحه او د مصر په پلازمینه قاهره کې د اوربند لپاره خبرې اترې دوام لري چې موخه یې په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د حماس له منګولو د یرغمل شویو بندیانو خلاصون دی.

حماس د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسرائیل پر جنوبي سيمو بريد وکړ. د اسرائیلي مقاماتو په وینا، د حماس سخت دریځو په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۱۹۵ کسان وژلي او ۲۵۱ یې یرغمل کړي دي.

د ۲۵۱ یرغمل شویو کسانو له جملې څخه ۱۱۶ یې لا هم په غزه کې دي. د اسرائیل د پوځ په وینا په دې شمیر کې ۴۲ وژل شوي یرغمل شوي کسان هم شامل دي.

د دغه برید په ځواب کې اسرائیل پر غزې خپل غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل، چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه په کې ۳۸۳۴۵ فلسطینیان وژل شوي، چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG