د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو‌:‌ غزه کې د جګړې 'سخت پړاو' پای ته رسیږي


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

یوه ورخ وروسته له هغه چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې په غزه کې د جګړې "سخت پړاو" پای ته رسیږي، د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ جون ۲۴ (چنګاښ څلورمه) د حماس پر هدفونو هوايي بریدونه وکړل.

نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د اسرائیل "چینل ۱۴" تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې "د حماس په خلاف د جګړې سخت پړاو د پای ته رسېدو په حال کې دی."

د اکتوبر په اوومه په غزه کې د جګړې د پیل راهیسې له اسرائیلي رسنیو سره په خپله لومړنۍ مرکه کې، نتنیاهو ټینګار وکړ چې "دا ددې معنا نلري چې جګړه پای ته رسیږي، بلکې یوازې د جګړې سخت پړاو په رفح کې پای ته رسیږي."

د مصر پولې ته څېرمه د رفح ښار د غزې تړانګې وروستۍ سیمه ده چې د اسرائیل ځمکنیو ځواکونو ورباندې یرغل کړی.

نتنیاهو وویل: "هدف دا دی چې یرغمل شوي بیرته راستانه شي او په غزه کې د حماس رژیم له منځه لاړ شي." نتنیاهو همدارنګه یو ځل بیا د امریکا او څو نورو هېوادونو په منځګړیتوب د وروستیو میاشتو د سولې په خبرو اترو کې د حماس لخوا د دایمي اوربند غوښتنه رد کړه.

نتنیاهو وویل اسرائیل پلان لري چې د لبنان سره په پوله کې د دفاعي موخو لپاره "ځینې ځواکونه ځای پر ځای کړي" چیرې چې اسرائیل د حزب الله له ډلې سره په مکرر ډول ډزې تبادله کوي او له کبله یې د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې یو شمېر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په وروستیو اونیو کې په لبنان کې د پراخې جګړې ویره زیاته شوې، خو نتنیاهو ټینګار وکړ چې په شمالي سرحدي سیمو کې خپل بې ځایه شوي اتباع به د ډپلوماسۍ یا "بلې لارې" خپلو کورونو ته ستانه کړي.

په غزه کې له جګړې وروسته سناریو په اړه د پوښتنې په ځواب کې نتنیاهو وویل چې اسرائیل به "په نږدې راتلونکي کې نظامي کنټرول وساتي" خو زیاته یې کړه چې له سیمه ایز ملاتړ سره "موږ غواړو د امکان په صورت کې د محلي فلسطینیانو په مرسته یوه ملکي اداره جوړه کړو."

حماس د نتنیاهو څرګندونې په غزه کې د اوربند او یرغمل کسانو د خوشې کولو لپاره "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستي پریکړه لیک او د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د وړاندیز روښانه رد کول" بللي او هغه یې غندلي دي.

حماس ټینګار کړی چې په هر ډول تړون کې باید دایمي اوربند او له غزې څخه د اسرائیل بشپړ وتل شامل وي ترڅو د هغه څه مخه ونیسي چې حماس "زموږ د خلکو پروړاندې د تیري او تباه کوونکې جګړې د دوام لپاره د نتنیاهو پلمه او هڅه" بللې ده.

بل خوا عیني شاهدانو ویلي، د دوشنبې په ورځ په غزه کې د نصیرات او رفح سیمو په ګډون پر هدفونو د اسرائیلي ځواکونو بمبارۍ دوام درلود، په داسې حال کې چې په زیتون کې د توپونو د توغولو راپورونه ورکړل شوي دي.

د اسرائیل پوځ ویلي، په رفح کې یې پوځیانو "یو شمېر وسله وال ترهګر لمنځه وړي، یو شمېر تونلونه یې ویجاړ کړي او په زیاته اندازه وسلې یې موندلې دي."

له امریکايي چارواکو سره خبرې

په همدې مهال د اسرائیل د دفاع وزیر یوف ګالنټ له امریکايي چارواکو سره د خبرو اترو لپاره واشنګټن ته سفر کړی دی.

متحده ایالات د اسرائیل عمده ملاتړی او د وسلو چمتو کوونکی بلل کیږي.

په غزه کې په زیاته اندازه ملکي تلفاتو او ویجاړیو له امله اسرائیل د نړیوالو انتقادونو سره مخامخ دی او له کبله یې د نتنیاهو او بایډن ترمنځ ترینګلتیا رامنځته شوې ده.

ټاکل شوې چې ګالنټ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د دفاع له وزیر لوید استین او د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره خبرې وکړي. واشنګټن ته د تګ پر مهال ګالنټ ویلي وو چې "له متحده ایالاتو سره زموږ اړیکې تر بل هر وخت ډیرې مهمې دي."

نتنیاهو په وروستیو میاشتو کې پر واشنګټن تور لګولی چې اسرائیل ته د وسلو او مهماتو لیږد یې کم یا کنګل کړی. د هغه دا ادعا امریکایي چارواکو په کلکه رد کړې ده.

په غزه کې جګړه پر اسرائیل د حماس ډلې د اکتوبر د اوومې له بې ساري برید څخه پیل شوه چې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، نږدې ۱۲۰۰ زیاتره ملکي خلک پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د اسرائیل په ځوابي هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې، تراوسه د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، ۳۷۵۹۸ کسان مړه شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG