د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او لبنان د شخړې د حل لپاره دپلوماسۍ ته 'عاجله' اړتیا ده - امریکايي استازی


د متحده ایالاتو ځانګړی استازی اموس هوچسټین
د متحده ایالاتو ځانګړی استازی اموس هوچسټین

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي اموس هوچسټین د سه شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۹) د غزې د جګړې له پیل راهیسې د لبنان د حزب الله او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د ډزو تبادلې په "عاجله" توګه د کمولو غوښتنه وکړه.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن دغه ځانګړي استازي د لبنان پایتخت بیروت ته د سفر پر مهال وویل: "د اسرائیل او حزب الله ترمنځ شخړه له ډېرې مودې راهیسې روانه ده. د ټولو په ګټه ده چې دا مسئله په بیړنۍ او دپلوماتیکه توګه حل شي. دا کار ممکن او عاجل دی."

د ایران ملاتړ لرونکې حزب الله وسله والې ډلې چې د حماس متحده بلل کیږي، تېره اونۍ وروسته له هغه پر شمالي اسرائیل بریدونه زیات کړل، چې د اسرائیل په برید کې د دوی یو جګپوړی قوماندان ووژل شو.

خو د شنبې له ماسپښین راهیسې، حزب الله د لبنان په جنوب کې په سرحدي سیمه کې د اسرائیل د بریدونو سره سره، چې د دوشنبې په ورځ یې یو جنګیالی وژلی و، د اسرائیلو په وړاندې د هیڅ ځوابي برید ادعا نه ده کړې.

هوچسټین په بیت المقدس کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره له خبرو یوه ورځ وروسته د لبنان د پارلمان له مشر نبيه بیري سره وکتل. هغه وویل چې له بیري سره یې "خورا ښه بحث درلود."

هوچسټین زیاته کړه: "موږ په لبنان کې د اوسني امنیتي او سیاسي وضعیت او همدارنګه د غزې لپاره همدا اوس د میز پر سر د معاملې په اړه بحث وکړ، چې دا د نیلي کرښې په اوږدو کې د شخړې پای ته رسولو فرصت هم برابروي."

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن تیره میاشت د اوربند وړاندیز وکړ. هوچسټین وویل چې "په نهایت کې به په غزه کې جګړې پای ته ورسیږي."

ځانګړي استازي زیاته کړه: "په غزه کې اوربند او یا، یو بدیل دپلوماټیک حل هم کولی شي د نیلي کرښې په اوږدو کې شخړه پای ته ورسوي" د نوموړي په وینا، دا کار به له جنوبي لبنان او شمالي اسرائیل څخه د بې ځایه شویو ملکي وګړو بیرته ستنیدو ته لار هواره کړي.

حزب الله تیره اونۍ وویل چې د اکتوبر له اتمې راهیسې، پر اسرائیل د حماس له خونړي برید یوه ورځ وروسته چې په غزې تړانګه کې جګړه پیل شوه، د اسرائیل پر ضد له ۲۱۰۰ څخه زیات پوځي عملیات کړي دي.

د فرانس پرس د شمیرو له مخې، د اسرائیل او لبنان په پوله د تاوتریخوالي په نتیجه کې، د لبان غاړې ته لږ تر لږه ۴۷۳ کسان وژلي چې ډیری یې جنګیالي او ۹۲ یې ملکي وګړي بلل شوي دي.

اسرائیلي چارواکي وايي، په نښتو کې د دغه هېواد په شمال کې لږ تر لږه ۱۵ پوځیان او ۱۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG