د لاس رسي وړ اتصالات

په بیروت کې د امریکا پر سفارت ډزې؛ د لبنان پوځ: مشکوک کس ونیول شو


د لبنان پوځ ویلي دي چې د سفارت شاوخوا او نژدې پرتو سیمو یې پوځي ځواکونه استولي دي
د لبنان پوځ ویلي دي چې د سفارت شاوخوا او نژدې پرتو سیمو یې پوځي ځواکونه استولي دي

د لبنان پوځي مقاماتو د چهارشنبې په ورځ جون ۵ (غبرګولي ۱۶) وویل چې یو مشکوک کس چې په بیروت کې یې د امریکا پر سفارت ډزې کړې وې، له پېښې څو ساعته وروسته نیولی دی.

د چهار شنبې په ورځ دا ډزې په داسې حال کې شوې چې په تیرو څو میاشتو کې د لبنان د حزب الله ډلې د سخت دریځو او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ نښتې د اسرائیل سره د لبنان د سرحدي سیمو څخه د زرګونو لبنانیانو د بې ځایه کیدو لامل شوي دي.

د لبنان پوځ په یو بیان کې ویلي، چې پوځیانو پر بریدګر ډزې وکړې، چې په پایله کې یې بریدګر ټپي شو او بیا د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شو. په خبرپاڼه کې د دغه برید انګېزه نه ده روښانه شوې او یوازې دومره یې ویلي چې بریدګر د سوریې تبعه دی.

د امریکا سفارت ته څېرمه د تیلو د یو ټانک یو کارکوونکي جو عبدو اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي: "موږ د ډزو غږ واورېد... شاوخوا ۱۵-۲۰ ډزې وشوې. موږ منډه کړه چې وګورو څه پیښ شوي، خو پوځ زمونږ مخه ونیوله."

په دې ترڅ کې، لبناني رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي چې په وینو لړلی یو بریدګر چې تور واسکټ یې اغوستی چې پرې په عربي "اسلامي دولت" او په انګلیسي (IS) لیکل شوي دي.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، په بیروت کې د امریکا سفارت ته څېرمه ډزو، چې یوازې یو بریدګر پکې ښکیل و، شاوخوا نیم ساعت دوام وکړ.

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې یوه ویډیو کې یو وسله وال سړی د امریکا د سفارت د دروازې مخې ته د موټرو په پارکینګ کې ښکاري.

په بیروت کې د امریکا سفارت ویلي، چې په دې پېښه کې د سفارت کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی او د لبنان امنیتي ځواکونه او د سفارت امنیتي چارواکي په چټکۍ سره لاس په کار شوي دي.

که څه هم تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو امریکايي چارواکو دغه برید د لبنان افراطي ډلې حزب الله ته منسوب کړی دی.

د لبنان پوځ ویلي دي چې د سفارت شاوخوا او نژدې پرتو سیمو یې پوځي ځواکونه استولي دي.
په ۱۹۸۳ کال کې په بیروت کې د امریکا پر سفارت یوې خونړۍ چاودنې ۶۳ کسان وژلي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG