د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې کې د اسرائیل په هوایي برید کې ۱۲ ایراني پلوي وسله وال وژل شویدي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د سوریې د بشري حقونو څار اداره وایي په سوریې کې د اسرائیل په هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۲ ایران پلوي وسله وال وژل شویدي.

د څار دا اداره چې مرکز یې په بریتانیې کې دی او په سوریې کې د کورنۍ جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پدې هیواد کې پراخې شبکې لري، دوشنبه، مې دریمه (غوایي ۱۴) ویلي چې برید د حلب سره نږدې په یوې کارخانې باندې شوی.

دې ادارې ویلي چې د هوایي برید څخه وروسته په کارخانې قوي چاودنه هم شوې، خو دا یې ندي ویلي چې کارخانه د څه شي وه.

په راپور کې ویل شوي:" د لومړنیو ارقامو له مخې، ۱۲ ایراني پلوي وسله وال وژل شوي چې د سوریې او بهرنیو هیوادونو اتباع وو."

د سوریې د دفاع وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې برید اسرائیل کړی.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې تیره شپه د حلب جنوب لویدیځ څخه د همدې ښار په ځینو مرکزونو شوی. په اعلامیې کې د وژل شویو کسانو شمیر په هکله څه ندي ویل شوي خو دومره یې ویلي چې پدې برید کې ګڼ شمیر کسان مړه شوي او مالي زیان یې هم رسولی.

د سوریې د بشري حقونو څار ادارې ویلي چې د سوریې حکومت د برید ځای ته د ژغورنې او اور وژنې عمله استولي چې د ټپي شویو کسانو درملنه وکړي او د اور لمبې مړې کاندي.

دې ادارې ویلي چې برید د "حایان" په سیمې کې شوی چې کنټرول یې د ایراني پلوو ملیشو په لاس کې دی چې سوریایان او بهرنیان پکې شامل دي.

اسرائیل په تیرو څه باندې لسو کالونو کې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، سلګونه هوایي بریدونه د دې هیواد په هغو برخو کړي چې د حکومت په کنټرول کې دي خو ډیر لږ وخت مني چې دا ډول عملیات یې کړیدي.

د اسرائیل پوځي چارواکو پخوا ویلي چې دا بریدونه په سوریه کې د ایران او ددې هیواد د ګوډاکي ملیشو په مرکزونو کوي او تر څنګ یې دا هم منلې چې د حزب الله د وسله والې ډلې او نورو هغو ملیشو مرکزونه یې ویشتي چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG