د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ د اسرائیل برید "نه منل کیدونکی" دی


په برید کې د قونسلګرۍ ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې.
په برید کې د قونسلګرۍ ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې.

روسیې د سوریې په پایتخت دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ برید چې د تازه معلوماتو له مخې ۱۱ تنه پکې وژل شوي، په سختو ټکو غندلی او نه منل کیدونکی یې بللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه اپریل لومړۍ (وری ۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې برید د اسرائیل هوایي ځواکونو کړی، پداسې حال کې چې د اسرائیل پوځ تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي، " د اپریل لومړۍ نیټې په ماښام، د اسرائیل هوایي ځواکونو په دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ ودانۍ وویشته. مونږ په سوریې کې د ایران په قونسلګرۍ دا نه منل کیدونکی برید په سختو ټکو غندو".

د روسیې تر څنګ د ایران او سوریې چارواکو هم د دې برید ملامتي په اسرائیل اچولې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه په اعلامیې کې د اسرائیل مشرانو څخه غوښتي چې په سوریې او ګاونډیو هیوادونو کې د "وسله وال تشدد پاروونکي کړنې" بندې کړي.

د رسنیو د راپورونو په اساس په دغه برید کې ۱۱ تنه وژل شوي چې پکې د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو قومندان محمد رضا زاهدي او د هغه مرستیال حاج رحیمي شامل دي.

د ایران تلویزیون دا پېښه تائید کړې ده او وايي چې په وژل شویو کې دپلوماتان هم شامل دي. تر دې دمه د نورو وژل شویو او ژوبل شویو هویت معلوم شوی نه دی.

د ایران او سوریې په رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې په برید کې ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

سره لدې چې اسرائیل د ۲۰۱۱ کال راهیسې چې په سوریې کې کورنۍ جګړه پیل شوې، پدې هیواد کې یې د ایراني پلوو ملیشو، حزب الله وسله والو او آن د سوریې د حکومتي ځواکونو په مرکزونو سلګونه هوایي بمبارۍ کړي خو هیڅکله یې په رسمي توګه پدې هکله څه ندي ویلي.

ایراني چارواکو ویلي چې د اسرائیل دې برید ته به چټک ځواب وایي. په سوریې کې د ایران سفیر حسین اکبر ادعا کړې ده چې د اسرائيل ۳۵-اف جټ د ایران په کونسلګرۍ باندې شپږ راکټونه توغولي. هغه ویلي دي چې د برید په مهال په سفارت کې و، چې دغې کونسلګرۍ ته نږدې دی.

د ایران سفیر پرته لدې چې نور جزیات ورکړي ویلي چې دې برید ته د ایران ځواب به "عین جديت او اندازه" ولري.

اسرائیل چې ډیر لږ په سوریه کې د انفرادي بریدونو په اړه تبصره کوي، په پرله پسې توګه یې ویلي، ایران ته چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له رژیم څخه ملاتړ کوي، به اجازه ورنکړي سوریې کې خپل حضور پراخ کړي.

اسرائیل په ۲۰۱۱ کال سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې، دغه هېواد کې سلګونه هوايي بریدونه کړي. اسرائیل پدغو بریدونو کې د سوريي پوځي مرچلې او د ایران د ملاتړي حزب الله جنګیالي یې چې د دمشق او د فلسطیني وسله والې ډلې حماس متحد دی، په نښه کړي دي.‌

اسرائیل د همدې تیرې جمعې په ورځ هم په سوریې کې هوایي برید کړی وچې لږ تر لږه ۵۲ تنه پکې ووژل شول چې ۳۸ یې د سوریې سرتیري او اته یې د حزب الله وسله والې ډلې غړي و چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

د سوریې د بشري حقونو څار ادارې ویلي د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د اسرائیل – حماس جګړه پیل شوې دومره ډیر شمیر د سوریې سرتیري د اسرائیل په هیڅ برید کې نه و وژل شوي.

د څار دې ادارې ویلي چې د جمعې ورځې په هوایي بریدونو کې د سوریې په شمال کې د حلب هوایي ډګر سره نږدې د توغندیو یوه ډیپو په نښه شوې وه چې د حزب الله ډلې پورې یې اړه درلوده.

د دې ادارې په راپور کې راغلي، چې "د لبنان د حزب الله ډلې د شپږو غړو او د سوريې د "۳۶ سرتیرو په ګډون" ۴۲ وژل شوي، چې د اسرائیل او حماس جګړې له پیل راهیسې د اسرائیل په بریدونو کې دا د سوریې د پوځ ترټولو لوی تلفات دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG