د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د مسکو له برید مخکې روسیې ته د امنیتي ګواښ خبرداری ورکړی و- سرچېنې


مقامات وایي چې د مسکو په برید کې ۱۴۰ تنه وژل شوي
مقامات وایي چې د مسکو په برید کې ۱۴۰ تنه وژل شوي

سرچینې وايي‌ ایران په مسکو کې د احتمالي تروریستي برید په اړه روسیې ته له وړاندې خبرداری ورکړی و.

رویټرز نن دوشنبه اپریل لومړۍ (حمل۱۳) د دریو سرچینو له قوله په یو راپور کې ویلي‌ چې ایران په مسکو کې د کانسرت په تالار کې له خونړي برید څخه مخکې د مارچ په میاشت کې روسیې ته د لویو "ترهګریزو عملیاتو" د احتمال په اړه خبر ورکړی و.

په دغه برید کې، چې په تېرو دوو لسیزو کې په روسیې کې تر ټولو خونړی بلل شوی، له ۱۴۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان دي. د داعش ډلې ادعا کړې چې برید هغوی کړی دی.

د متحده ایالاتو استخباراتو هم له دې وړاندې په مسکو کې د احتمالي‌ برید په تړاو روسي چارواکو ته خبرداری ورکړی و.

په راپور کې راغلي چې مسکو د واشنګټن په نیت د ژور باور نه درلودلو له امله د احتمالي برید په اړه استخباراتي‌ معلومات رد کړي‌ وو خو دا د روسیې لپاره سخته ده چې د برید په اړه د خپل دپلوماتیک ملګري‌ ایران استخباراتي‌ معلومات جدي‌ و نه ګڼي.

د سرچینو په وینا تهران دغه استخباراتي معلومات د کرمان د برید په شک د نیول شویو کسانو څخه ترلاسه کړي وو.

یوې سرچینې رویټرز ته ویلي: "په روسیې کې له برید څخه څو ورځې مخکې، تهران په روسیې کې د احتمالي لوی ترهګریز برید په اړه مسکو ته معلومات ورکړي وو چې په ایران کې د وژونکو بمي بریدونو په تړاو له نیول شويو کسانو څخه د تحقیقاتو په مهال ترلاسه شوي وو."

ایران د روان کال د جنورۍ‌ په درېیمه د کرمان په ښار کې د دوو بمي‌ چاودنو په شک ۳۵ تنه نیولي‌ وو چې د راپورونو په اساس په افغانستان کې د اسلامي‌ دولت (داعش ډلې) د خراسان څانګې یو قوماندان هم په کې و. په دغو چاودنو کې شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي وو.

داعش ډلې د کرمان د چاودنو مسولیت هم منلی و چې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي‌ انقلاب څخه وروسته په دغه هېواد کې تر ټولو خونړی برید و.

د متحده ایالاتو د استخباراتو د معلوماتو په اساس په ایران او روسیې کې دواړه ترهګریز بریدونه د داعش ډلې د خراسان څانګې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG