د لاس رسي وړ اتصالات

دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ برید؛ د سپاه پاسدران د قومندان په ګډون اووه تنه وژل شوي


په تصویرونو کې ښودل کېږي چې د ایرن کونسلګرۍ ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې
په تصویرونو کې ښودل کېږي چې د ایرن کونسلګرۍ ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې

ځینو ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ اپریل لومړۍ (حمل۱۳) د اسرائيل هوايي ځواکونو د سوریې په مرکز دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ په ودانۍ او د دغه هېواد د سفیر په استوګنځای برید کړی دی.

د رسنیو د راپورونو په اساس په دغه برید کې اووه تنه وژل شوي چې پکې د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو قومندان محمد رضا زاهدي او د هغه مرستیال حاج رحیمي شامل دي.

د ایران تلویزیون دا پېښه تائید کړې ده او وايي چې په وژل شویو کې دپلوماتان هم شامل دي. دا تلویزیون وايي په برید کې ۱۲ تنه وژل شوي دي. تر دې دمه د نورو وژل شویو او ژوبل شویو هویت معلوم شوی نه دی.

د ایران او سوریې په رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې په برید کې ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

محمد رضا زاهدي د ایران او عراق په جګړې کې د سپاه پاسدران د منځنۍ کچې یو قومندان و. خو د ۱۳۸۴ څخه تر ۱۳۸۷ کالونو او همدغه راز د ۱۳۸۴ څخه تر ۱۳۸۵ کاله پورې د ایران د ثارالله د قرارګاه مشر و.

د ایران د تسنیم خبري اژانس وايي چې محمد زاهدي له ۱۳۸۷ کال راهېسې په سوریې او لبنان کې د سپاه پاسدران قومندان و.

که څه هم ایران وايي برید اسرائیل کړی خو د اسرائیل د پوځ ویاند په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ته «په بهرنیو رسنیو کې د راپورونو په اړه له نظر ورکولو څخه ډډه» وکړه. اسرائيل په تېرو کلونو کې هم ډېر کله د دا ډول بریدونو مسئولیت منلی نه دی.

په سوریې کې د ایران سفیر حسین اکبر ادعا کړې ده چې د اسرائيل ۳۵-اف جټ د ایران په کونسلګرۍ باندې شپږ راکټونه توغولي. هغه ویلي دي چې د برید په مهال په سفارت کې و، چې دغې کونسلګرۍ ته نژدې دی.

د سوریې د دفاع وزارت ویلي دي چې د ایران په کونسلګرۍ باندې دا برید په ځايي وخت د مازدیګر په پنځو بجو باندې شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG