د لاس رسي وړ اتصالات

د سلوانیا پارلمان د فلسطین دولت په رسمیت وپیژنده


د سلوانیا پارلمان سه شنبه جون څلورمه ( غبرګولي ۱۵) د فلسطین دولت په رسمیت پیژندلو لپاره یو فرمان منظور کړ.

پداسې حال کې چې د پارلمان ځینو غړیو غوښتل د فلسطین دولت په رسمیت پیژندلو لپاره د رایې ګیرۍ بهیر وځنډول شي، خو د سلوانیا د پارلمان ۹۰ غړیو څخه ۵۲ یې ددې فرمان په طرفرداۍ رایې ورکړلې.

د سلوانیا د پارلمان دې پریکړې څخه یوه اوونۍ وړاندې دریو نورو اروپایي هیوادونو هم د فلسطین دولت په داسې حال کې په رسمیت وپیژنداه چې څه باندې اووه میاشتې کیږي په غزې باندې اسرائیل یرغل کړی او د حماس ډلې له منځه وړلو او ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدو په خاطر د حماس ډلې سره جنګیږي.

هسپانیې، ناروې او ایرلنډ د فلسطیني دولت په رسمیت وپيژنده. اسرائیل دا پریکړه غندلې او دا یې د حماس ډلې لپاره "جایزه" بللې ده.

درې واړو هېوادونو ویلي چې دا سمبولیکه پرېکړه یې ښايي نور هېوادونه وهڅوي چې ورته ګام پورته کړي.

اسرائیل دا پریکړه غندلې، او دا یې په غزه کې د اوو میاشتو ویجاړوونکې جګړې وروسته، د حماس د اورپکو لپاره "جایزه" بللې ده.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاټز له دغه اعلان سمدستي وروسته وویل چې له دغو دریو هېوادونو څخه یې خپل سفیران ورغوښتي او د هغوی سفیران یې د خبرو لپاره احضار کړي دي.

د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه دا وخت ۱۴۵ یې فلسطیني دولت په رسمیت پېژني.

سویډن په ۲۰۱۴ کال کې د اروپایي اتحادیې لومړنی غړی هېواد شو چې فلسطیني دولت یې په رسمیت وپیژاند، ورپسې بلغاریا، قبرس، چک جمهوریت، هنګري، پولنډ او رومانیا هم دا کار وکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG