د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په غزه کې تر نیمايي زیاتې ودانۍ په جګړه کې ویجاړې او یا زیانمنې شوي


د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي، چې په غزه کې د ټولو ویجاړو او تخریب شویو ودانیو شمېر په دې سیمه کې د ودانیو څه باندې ۵۵ سلنه جوړوي. 
د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي، چې په غزه کې د ټولو ویجاړو او تخریب شویو ودانیو شمېر په دې سیمه کې د ودانیو څه باندې ۵۵ سلنه جوړوي. 

د ملګرو ملتونو یوې ادارې د دوشنبې په ورځ، جون درېیمه (غبرګولي ۱۴مه) وویل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اته میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې د غزې په تړانګه کې ۵۵ سلنه ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوې او یا هم زیانمنې شوې دي.

د 'ملګرو ملتونو د سپوږمکۍ د معلوماتو د ارزونې ادارې' په ایکس پاڼه کې په یو پیغام کې لیکلي، چې د دوی څېړنې ښيي چې په غزه کې تر ۱۳۷زره ډېرې ودانۍ د ګولیو او چاودنو له امله ویجاړې شوې او یا هم زیانمنې شوې دي.

د دې ادارې اټکلونه د سپوږمکۍ د هغو انځورونو پر بنسټ دي، چې د روان کال د می په دریمه اخیستل شوي او د تیر کال د می، سپتمبر او اکتوبر د ۱۵مې نېټې د دې سیمې څخه د اخیستل شوي انځورونو سره پرتله شوي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه د تېر کال د اکټوبر په اوومه هغه مهال پيل شوه، چې د حماس جنګياليو پر اسرائیل بريد وکړ او د اسرائيلي چارواکو په وينا، د څه باندې ١٢٠٠ کسانو پر وژلو سربېره يې لږ تر لږه ٢٥٠ تنه يرغمل کړل.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې یوې خبرپاڼې کې ویلي: "د سپوږمکۍ د انځورونو د ارزونې پر بنسټ، د 'ملګرو ملتونو د سپوږمکۍ د معلوماتو د ارزونې ادارې' ۳۶۵۹۱ ویجاړې شوې ودانۍ تشخیص کړي دي."

خبرپاڼه زیاتوي: "۱۶۵۱۳ ودانۍ سخت زیانمنې شوې، ۴۷۳۶۸ ودانۍ په اوسط ډول او ۳۶۸۲۵ ودانۍ لږې زیانمنې شوې دي."

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې څېړنې ښيي، چې په غزه کې د ټولو ویجاړو او تخریب شویو ودانیو شمېر په دې سیمه کې د ودانیو څه باندې ۵۵ سلنه جوړوي.

یادې ادارې همدارنګه ویلي، چې د غزې مرکزي سیمې او په ځانګړې توګه د دیر البلاح ښار او د دې تړانګې شمال سیمې ته تر ټولو زیات زیانونه اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ټینګار کړی، چې اوسنۍ موندنې د لومړنیو څېړنو یوه برخه ده او باید په سیمه کې له عیني وضعیت سره پرتله او بیا تائید شي.

د اکتوبر په اوومه د حماس د سخت دریځو له خوا پر اسرائیل له برید وروسته، اسرائیلي پوځ له تېرو اتو میاشتو راهیسې ‌په پرله پسې توګه د غزې پر تړانګې هوايي او ځمکنی بریدونه کوي.

په غزه کې د حماس د روغتیايي چارواکو د احصائیې له مخې، ددغو بریدونو په پایله کې تر اوسه، ۳۶۴۳۹ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي او په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG