د لاس رسي وړ اتصالات

دوو امریکایي خویندو په غزه کې له فلسطینیانو سره یو میلیون ډالر مرسته وکړه


بيلا او جيجي حدید د هغو مشهورو شخصيتونو په ډله کې دي، چې د خپلو حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د فلسطينيانو د هڅو ملاتړ کوي.
بيلا او جيجي حدید د هغو مشهورو شخصيتونو په ډله کې دي، چې د خپلو حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د فلسطينيانو د هڅو ملاتړ کوي.

دوو ماډلو امریکايي خویندو، بېلا او جیجي حدید د غزې په تړانګه کې له فلسطینیانو سره یو میلیون ډالر مرسته وکړه.

د بيلا حدید یو وکیل د اسوشېټیډ پرس خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې ده چې دا پيسې هغو مرستندویه بنسټونو ته وسپارل شي چې په غزه کې اړمنو فلسطیني کورنیو ته مرستې رسوي.

ددغو دوو خویندو ترڅنګ د هغوي پلار، محمد انور حدید، هم په غزې کې د جګړې له قربانیانو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

بيلا او جيجي حدید د هغو مشهورو شخصيتونو په ډله کې دي، چې د خپلو حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د فلسطينيانو د هڅو ملاتړ کوي.

د اکټوبر پر اوومه د حماس له خوا پر اسرائیل له برید وروسته، ۲۹ کلنې جيجي په خپل انسټاګرام پاڼه کې له اسرائیل سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د حماس دغه برید یې "د نه توجیه وړ یوه غمیزه" وبلله.

جیجي په خپل پیغام کې ویلي:" زه د فلسطینیانو د مبارزې او د اشغال لاندې ژوند سره ژوره خواخوږي لرم او د زړه له تله ورته خپه یم.... دا یو مسؤلیت دی چې زه یې هره ورځ احساسوم ... پداسې حال کې چې فلسطیني هیلې او خوبونه لرم، خو په هیڅ صورت په دغو هیلو او خوبونو کې د یو یهودي شخص زیان ځای نلري."

۲۷ کلنه بیلا حدید هم پر خپل انسټاګرام‌ پاڼې کې لیکلي، چې د فلسطینیانو مرګ ژوبله او د نړیوالو د خواخوږۍ نشتوالی، ټکان ورکوونکی دی.

په غزې کې جګړه د حماس د اکتوبر اوومې له هغه بې ساري برید وروسته پیل شوه، چې د اسرائیل د شمیرو له مخې، شاوخوا ۱۱۷۰ ملکي کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې تر ۳۶۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د بزنس انسایډر راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG