د لاس رسي وړ اتصالات

د نتنیاهو سلاکار: د غزې په اړه د بایډن پلان 'ښه معامله نه ده' خو اسرائیل یې مني


د اسرائیل د صدراعظم یو سلاکار د یکشنبې په ورځ جون دویمه (جوزا۱۳) تائید کړه چې اسرائیل د غزې د جګړې د ختمولو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن له لوري وړاندې شوی چوکاټ منلی خو وايي چې نیمګړی دی او ډېر کار غواړي.

رویټرز د یکشنبې په ورځ جون دویمه (غبرګولي ۱۳) راپور ورکړی چې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بهرني سیاست لوی سلاکار اوفیر فالک د بریتانیا له سنډې ټایمز سره په مرکه کې تایید کړې چې اسرائیل د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن طرح منلې ده.

فالک وویل:"د بایډن وړاندیز یوه داسې طرح وه چې موږ ومنله، دا ښه توافق نه دی خو موږ ډیر غواړو چې یرغمل شوی کسان خوشې شي،‌ ټول یې.“

هغه همداشان وویل چې لا هم ډیر جزئیات شته چې باید ورباندې کار وشي او زیاته یې کړه چې د ټولو یرغمل شویو د خوشې کولو او "د نسل وژونکې تروریستي ډلې په توګه د حماس د له منځه وړلو" په تړاو د اسرائیل په شرطونو کې بدلون نه دی راغلی.

د حماس ډلې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د وروستۍ طرحې هرکلی کړی دی.

د حماس یو لوړپوړي چارواکي اسامه حمدان د شنبې په ورځ الجزیرې ته وویل: "د بایډن په وینا کې مثبتې خبرې شاملې وې، خو موږ غواړو چې دا نظرونه د یوې هراړخیزې موافقې په چوکاټ کې عملي شي ترڅو زموږ غوښتنې پوره کړای شي."

جمهور رئیس بایډن، چې په پیل کې یې پر غزې باندې د اسرائیل له برید څخه ملاتړ کوه خو اوس په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو د تلفاتو غندنه کوي، د جمعې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولي ۱۱) د نتنیاهو د دولت له خوا ورته سپارل شوې طرح خپره کړه.

ښاغلي بایډن چې د لومړي ځل لپاره یې په غزه کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې پای ته رسولو د حل لارې په هکله مهمه وینا کوله، وویل د اسرائیل لخوا نوې وړاندیز شوې طرحه درې پړاوه لري چې په لومړي کې به یې په غزه کې د شپږو اوونیو لپاره اوربند وشي، اسرائیلي ځواکونه به د غزې تړانګې له ټولو ګڼ میشتو سیمو څخه په شا شي او د حماس له خوا ځینې یرغمل شوي بیرته خوشې شي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس له سپینې ماڼۍ څخه په تلویزیوني وینا کې وویل: "د دې جګړې د پای ته رسیدو وخت راغلی. اسرائیل نوی جامع وړاندیز کړی. د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدو او تل پاتې اوربند یوه طرحه دده.“

بایډن په تیرو څو میاشتو کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له څو وړاندیزونو څخه هرکلی کړی دی چې د هر یو چوکاټ له وروستي وړاندیز سره ورته‌والی درلود خو یو یې هم عملي نشو.

خو د اسرائیل د صدراعظم سلاکار فالک یو ځل بیا د نتنیاهو په دریځ ټېنګار وکړ او ویي ویل چې «تر څو پورې چې زموږ ټول اهداف پوره شوي نه وي، دایمي اوربند به نه» وي.

د اوربند لپاره د حماس شرایط په غزې کې د جګړې بندېدل، له غزې څخه د اسرائیل د ځواکونو وتل، د فلسطینیانو ازاد تګ راتګ ته اجازه ورکول او بیا رغونې چارې پیلېدل دي.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل برید وکړ چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا نژدې ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور یرغمل شول.

اسرائیل په خپلو غچ اخیستونکو بریدونو کې د غزې د صحي چارواکو په وینا تر دې دمه څه باندې ۳۶زره کسان وژلي دي.

متحده ایالتونه د قطر او مصر په منځګړتوب په غزې کې د اوربند هلې ځلې کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG