د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې اسرائیلي شرکتونه ددې هیواد په دفاعي نندارتون کې له ګډون څخه منع کړل


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

فرانسوي مقاماتو د جمعې په ورځ، مې ۳۱ (غبرګولي ۱۱مه) وویل چې د اسرائیل دفاعي شرکتونه یې پاریس ته څیرمه د وسلو په راتلونکې نړیوال نندارتون کې له ګډون څخه منع کړي دي.

ددغه نندارتون د تنظیمونکو په وینا، د حکومتي چارواکو د پریکړۍ له مخې به د "یوروستوري - Eurosatory 2024 " په نندارتون کې د اسرائیل دفاعي صنایعو شرکتونه ګډون نشي کولای.

د فرانسوي‌ مقاماتو ددغه پریکړې ته د اسرائیل د دفاع وزارت تراوسه غبرګون نه دی څرګندی کړی.

ددغه نندراتون د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې وه چې د روان کال د جون میاشتې له ۱۷مې څخه ۲۱مې نیټې پورې د پاریس نړیوال هوایی ډګر ته څیرمه پدغه پنځه ورځنې نندارتون کې ۷۴ اسرائیلي شرکتونو ګډون کړی وای، چې له دې جملې څخه نږدې لس شرکتونو یې وسلې نندارې ته وړاندې کولی.

د فرانسوي مقاماتو لخوا دغه پریکړه څو ورځې وروسته له هغه نیول کیږي چې د غزې په تړانګه کې د بې ځایه شویو پر یو کمپ د اسرائیل هوايي بمبارۍ، د فرانسویانو او د نړیوالو غوسه او اعتراضونه راوپارول.

د غزې په تړانګه کې چیرې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې شاوخوا اته میاشتې تېرې شوې، د یکشنبې او دوشنبې په شپه د فلسطین په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۵ کسان ووژل شول.

په غزې کې جګړه د حماس د اکتوبر اوومې له هغه بې ساري برید وروسته پیل شوه، چې د اسرائیل د شمیرو له مخې، شاوخوا ۱۱۷۰ ملکي کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې تر ۳۶۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

همدارنګه د فعالینو یوې ډلې تیره اونۍ په یو قانوني خبرداری کې د "یورو ستووري - Eurosatory 2024 "نندارتون له مسؤلینو څخه وغوښتل چې ترڅو د هغو وسلو د پیرودلو او پلور د مخنیوي لپاره لاس په کار شي، کوم چې په غزه یا د "اشغال شوي فلسطیني سیمو" په نورو برخو کې کارول کیدی شي.

د ""یورو ستووري - Eurosatory 2024 "نندارتون مسؤلینو د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، چې دا " نندارتون یوازې د دفاعي او امنیتي تجهیزاتو د وړاندې کولو لپاره دی ... او په هیڅ ډول د معاملو ځای نه دی. "

یاده دې وي‌ چې په پاریس کې د وسلو دغه نندراتون چې په نړۍ کې یو له سترو نندارتونونو څخه ګنل کیږي، هر دوه کاله وروسته جوړیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG