د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل د وزیرانو ګواښ: که د بایډن پلان عملي شي، حکومت پرېږدو


ګڼ شمیر کسانو په اسرائیل کې مظاهرې کړي او له حکومت یې غوښتي چې امریکا د جمهور رئیس لخوا اعلان شوی د سولې پلان ومني.
ګڼ شمیر کسانو په اسرائیل کې مظاهرې کړي او له حکومت یې غوښتي چې امریکا د جمهور رئیس لخوا اعلان شوی د سولې پلان ومني.

د اسرائیل د حکومت دوو سخت دریځو وزیرانو شنبه جون لومړۍ ( غبرګولي ۱۲) خبرداری ورکړی که صدراعظم بینیامین نتنیاهو د برمته شویو کسانو خوشې کیدو او په غزې کې د حماس ډلې سره د اوربند لپاره د متحده ایالاتو د جمهور رئيس جو بایډن پلان عملي کړي، دوي به حکومت پرېږدي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن تیره ورځ وویل چې اسرائیل په غزې کې د تل پاتې اوربند لپاره نوې طرحه وړاندې کړې او د حماس ډلې څخه یې وغوښتل چې دا موافقه ومني.

بایډن چې د لومړي ځل لپاره یې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پای ته رسولو د حل لارې په هکله مهمه وینا کوله، وویل چې د اسرائیل لخوا نوې وړاندیز شوې طرحه درې پړاوه لري چې په لومړي کې به یې په غزې کې د شپږو اوونیو لپاره اوربند وشي او اسرائیلي ځواکونه به د غزې تړانګې د ټولو ګڼ میشتو سیمو څخه ووځي.

د متحده ایالاتو مشر له سپینې ماڼۍ څخه په تلویزیوني وینا کې وویل: "د دې جګړې د پای ته رسیدو وخت راغلی. اسرائیل نوی جامع وړاندیز کړی. د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدو او تل پاتې اوربند یوه طرحه ده."

خو د نتنیاهو سخت دریځو ائتلافي همکارانو، د ملي امنیت وزیر اتامار بن ګویر او د مالیې وزیر بیزالیل سموتریچ ویلي که دا پلان عملي شي، دوي به حکومت پریږدي.

وزیر بن ګویر ویلي که دا پلان عملي شي، ګوند به یې حکومت منحل کاندي او د بایډن وړاندیز یې "ترهګرۍ ته بری" او د اسرائیل دولت ته خطر وباله.

هغه ویلي، " دا شان موافقه منل بشپړ بری نه بلکې بشپړه ماتي ده".

بل وزیر، سموتریچ هم ویلي که حکومت دا موافقه ومنی، دی به د حکومت غړی نور نه وي.

دې وزیر د اکس په شبکې کې لیکلي، "مونږ غوښتنه لرو چې جګړه دې تر هغې روانه وي تر څو د حماس ډله له منځه نه وي تللي او ټول برمته شوي کسان راستانه شوي نه وي".

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن د څرګندونو څخه یوه ورځ وروسته د اسرائیل صدراعظم ټینګار وکړ چې د حماس له منځه وړل د همدې پلان یوه برخه ده.

د دې دوو وزیرانو څخه پرته به د نتنیاهو ائتلافي حکومت په پآرلمان کې اکثریت د لاسه ورکاندي.
دې وزیرانو داسې مهال د حکومت سره د پریکون خبرداری ورکړی چې د شنبې په ورځ زرګونو اسرائیلیانو په مرکز طل ابیب کې مظاهرې وکړلې او د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن لخوا د اوربند او برمته شویو کسانو خوشې کیدو په هکله د طرحې منلو غوښتنه یې کوله.

یو شمیر مظاهره چیانو دا ویره درلوده چې د اسرائیل صدراعظم ښایي د دې تړون څخه ځان لیرې کړي.

یوې ۴۶ کلنې مظاهره کوونکې دیتي کاپونو د اې پي خبري اژانس ته وویل هیله لري چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس به د اسرائیل په مشر او حکومت کافي فشار واچوي چې دا موافقه ومني.

ښاغلي بایډن چې د لومړي ځل لپاره یې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پای ته رسولو د حل لارې په هکله مهمه وینا کوله، تیره ورځ یې وویل چې د اسرائیل لخوا نوې وړاندیز شوې طرحه درې پړاوه لري چې په لومړي کې به یې په غزې کې د شپږو اوونیو لپاره اوربند وشي او اسرائیلي ځواکونه به د غزې تړانګې د ټولو ګڼ میشتو سیمو څخه ووځي.

په غزې کې جګړه د حماس د اکتوبر اوومې له هغه بې ساري برید وروسته پیل شوه، چې د اسرائیل د شمیرو له مخې، شاوخوا ۱۱۷۰ ملکي کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې تر ۳۶۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

د متحده ایالاتو مشر له سپینې ماڼۍ څخه په تلویزیوني وینا کې وویل، "د دې جګړې د پای ته رسیدو وخت راغلی. اسرائیل نوی جامع وړاندیز کړی. د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدو او تل پاتې اوربند یوه طرحه ده".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG