د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل غزه بمبار کړې او ځواکونه یې د رفح د مرکز په لور روان دي


پر رفح د اسرائیل د بریدونو له پیل راهیسې زیات شمیر بې ځایه شوي فلسطینیان له دغه ښار څخه کډه شوي دي.
پر رفح د اسرائیل د بریدونو له پیل راهیسې زیات شمیر بې ځایه شوي فلسطینیان له دغه ښار څخه کډه شوي دي.

اسرائیلي ځواکونو د جمعې په ورځ می ۳۱ (غبرګولي ۱۱) د غزې په تړانګه کې پر ګڼو هدفونو بریدونه کړي او عیني شاهدانو د رفح ښار په شاوخوا کې د هوایي بریدونو راپور ورکړی دی.

د مصر سره پر پوله د رفح ګڼ میشتی ښار په غزه کې د نږدې اته میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې د اسرائیلي ځواکونو وروستی تمرکز دی.

په رفح ښار کې د ملکي وګړو د خونديتوب په اړه د نړیوالو اعتراضونو سره سره، اسرائیل د می په لومړیو کې پر دغه ښار پوځي یرغل پیل کړ.

د اسرائیل هوايي برید ددې اونۍ په پیل کې، چې له کبله یې په رفح کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو یو کمپ اور واخیست او په لسګونو کسان پکې ووژل شول، په نړیواله کچه اعتراضونه پارولي دي.

عیني شاهدانو د جمعې په ورځ وویل چې اسرائیل رفح او همدارنګه د غزې مرکزي نصیرات ښارګوټی په نښه کړل، او د تړانګې په شمال کې هم د شدیدو بمباریو راپورونه ورکړل شوي دي.

د دیر البلاح په یو روغتون او د نصیرات د بې ځایه شویو په کمپ کې طبي سرچینو راپور ورکړی چې د شپې په برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د اسرائیل پوځ ویلي، د دوی پوځیان د رفح په سیمه کې "عملیاتي فعالیتونو ته دوام ورکوي" او د ښار په مرکز کې یې وسلې او "تونلونه" موندلي دي او په برید کې یو اورپکی "په نښه او وژل شوی" دی.

پوځ د نورو توضیحاتو ورکولو پرته ویلي چې په مرکزي غزه کې، نورو هوایي بریدونو "څو ترهګر چې شاوخوا یې فعالیت کاوه" له منځه یوړل.

د غزې شمال جبلیه کې بې ځایه شوي فلسطینیان د لنډ وخت دپاره راستانه شوي چې د خپلو کورونو احوال واخلي او خپل پاتې شوي توکي ومومي.
د غزې شمال جبلیه کې بې ځایه شوي فلسطینیان د لنډ وخت دپاره راستانه شوي چې د خپلو کورونو احوال واخلي او خپل پاتې شوي توکي ومومي.

اسرائیل د چهارشنبې په ورځ وویل چې ځواکونو یې د غزې او مصر پر پوله د "فلاډیلفيا" په نور ۱۴ کیلومتره اوږد دهلیز نیولی، چیرې چې دوی ادعا کوي چې وسلې قاچاق کېدلې.

مصر، چې د اوږدې مودې راهیسې د غزې په شخړه کې منځګړیتوب کوي، د اسرائیل لخوا ددغه سیمې د نیولو په اړه تر اوسه په رسمي توګه تبصره نه ده کړې. چارواکو مخکې ویلي و چې دا کار ښايي د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۱۹۷۹ د سولې له تړون څخه سرغړونه وګڼل شي.

په غزه کې د اوربند لپاره ډیپلوماتیکې هلې ځلې ټکنۍ شوي او حماس ویلي چې منځګړیو ته یې خبر ورکړی چې که اسرائیل خپل "تیری" ودروي نو له یو داسې "هراړخیز" اوربند په اړه به موافقه وکړي چې په ترڅ کې یې یرغمل او بندیان تبادله شي.

اسرائیل د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دوی ځواکونو په رفح ښار کې د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې شاوخوا ۳۰۰ فلسطیني اورپکي وژلي دي.

په ګڼ شمیر ملکي وګړي پر رفح باندې د بریدونو له پیل راهیسې له دغه ښار څخه وتلي دي.

په غزې کې جګړه د حماس د اکتوبر اوومې له هغه بې ساري برید وروسته پیل شوه، چې د اسرائیلي شمیرو له مخې، شاوخوا ۱۱۷۰ زیاتره ملکي کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل د غچ اخیستونکو عملیاتو په ترڅ کې تراوسه څه باندې ۳۶ زره کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG