د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: له نتنیاهو سره د حساب او کتاب لپاره مو چې هر څه په وس وي کوو


اردوغان او نتنیاهو
اردوغان او نتنیاهو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې هېواد به یې د اسرائیل له صدراعظم سره د حساب او کتاب لپاره «هر کار چې ممکن» وي، وکړي.

اردوغان دا څرګندونې په رفح کې د فلسطيني کډوالو په یو کمپ کې د اسرائیل د پوځ له یو هوايي برید وروسته کړې دي، راپورونه وايي چې په دې برید کې ۴۵ کسان وژل شوي دي.

نوموړي وویل: «د دغو وحشیانو او قاتلانو سره، چې له انسانیت سره هېڅ ربط نه لري، د حساب او کتاب لپاره هر هغه څه چې ممکن وي، وکړو.»

له دغه برید وروسته د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په غزه کې وضعیت «د ځمکې په سر جهنم» یاد کړی.

دغې ادارې ویلي دي په هغو کورنیو باندې، چې لا هم پناه لټوي، بریدونه «وحشتناک» دي. وايي چې د اسرائیل په تازه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د اسرائیل پوځ وايي چې د تېر ورځې په برید کې د حماس دوه لوړ پوړي غړي وژل شوي، وايي د هغو راپورنو په اړه تحقیقات کوي چې ګنې دا برید د اورلګېدو او ولسي خلکو ته د زیانو اوښتو لامل شوی.

د اسرائیل د دغه برید په اړه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تند غبرګون ښودلی او په غزې کې یې د سملاسي اوربند غوښتنه یې کړې.

هغه د ایکس په شبکې کې په خپل حساب کې لیکلي دي: «دا عملیات باید ختم شي. په رفح کې د ولسي فلسطینیانو لپاره هېڅ د امن ځای نه شته. زه د سمدستي اوربند او نړیوال قانون ته د درناوي غوښتونکی یم.»

په غزې کې صحي مقامات وايي په دې سره د اسرائیل په پيل شویو عملیاتو کې د وژل شویو فلسطینیان شمېر ۳۶۰۵۰ ته ورسېده. دوی وايي چې د زخمیانو شمېر ۸۱زرو ته رسېدلی.

اسرائیل له هغه وروسته په غزې کې پوځي عملیات پیل کړل، چې د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG