د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې روغتیایي چارواکي :رفح کې د اسرائیل په هوایي برید کې لسګونه ملکیان وژل شوي


د اسرائیل پوځ وایي د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې یوې پیښې په هکله پلټنې کوي چې د غزې روغتیایي چارواکو ویلي د اسرائیل په هوایي برید کې لږ تر لږه ۳۵ عام وګړي وژل شویدي.

اسرائیل ویلي چې هوایي برید یې د تل السلطان په سیمې کې کړی چې د لویدیځې غاړې لپاره د حماس لوی درستیز او د دې ډلې یو بل جګپوړی چارواکی پکې وژل شوی.

سره لدې چې د اسرائیل پوځ ویلي په هوایي برید کې یې د داسې مهماتو څخه کار اخیستی و چې خپل هدف په دقیقه توګه ولي خو د غزې عامې روغتیا وزارت چارواکو چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی ویلي چې په هوایي برید کې د هغو خلکو خیمو اور اخیستی چې پدې ښارګوټي کې یې پنا اخیستې ده.

چارواکو همدارنګه ویلي چې پدې هوایي برید کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم دي خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان په هوایي برید که د برید څخه وروسته د خیمو اور اخیستو کې ژوبل شویدي.

ها خوا بیا د فلسطین سور صلیب چارواکو ویلي چې ښایي پدې هوایي برید کې د وژل شویو کسانو شمیر لوړ شي.

د اسرائیل د هوایي برید څخه وړاندې د حماس ډلې د اسرائیل په سوداګریز مرکز، طل ابیب د توغندیو بریدونه وکړل.

دا پدې تیرو څو میاشتو کې لومړی ځل دی چې د حماس ډله په اسرائیل دا ډول بریدونه پداسې حال کې کوي چې د اسرائیل پوځ په غزې کې د حماس ډلې له منځه وړلو لپآره څه باندې اووه میاشتې کیږي بې وقفې عملیات کوي.

د اسرائیل چارواکو دا ندي ویلي چې آیا د حماس توغندیو دې بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله اوښتې که نه او د زیان په هکله یې هم څه ندي ویلي.

ها خوا بیا د حماس عزالدین قسام لوا په یوې لیکنې چې په ټیلګرام کې یې خپره کړې ویلي چې په طل ابیب یې د توغندیو دا برید د "سیهونیستانو لخوا د ملکي وګړو قتل عام" په غبرګون کې کړیدي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د هوایي دفاع سیسټم یو شمیر توغندي شنډ کړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې لږ تر لږه اته سرګلولې چې د غزې له جنوب رفح ښارګوټي څخه وار شوي و، د اسرائیل خاورې کې لګیدلي دي.

د حماس ډلې د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل، اسرائیل وايي چې په دغو بریدونو کې تقریبآ ۱۲۰۰ کسان ووژل شول. اسرائیل غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي چې په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي تر دې دمه څه باندې ۳۵۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG