د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د نړیوالې محکمې د امر سربیره پر رفح برید وکړ


پر رفح د اسرائیل یو هوایي برید
پر رفح د اسرائیل یو هوایي برید

سره له دې چې د ملګرو ملتونو عالي محکمې پر رفح د بریدونو د ودرولو امر وکړ، اسرائیل د شنبې په ورځ په دغه ښار بیا بریدونه وکړل.

د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې د جمعې په ورځ امر وکړ چې اسرائیل سمدستي په رفح کې خپل پوځي عملیات ودروي او د حماس ډله دې ژر تر ژره برمته شوي‌ کسان خوشې کړي.

د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ مۍ ۲۵ (جوزا ۵) راپور ورکړی چې د عدالت نړیوالې محکمې د حکم سربیره، اسرائیل نن سهار هغه مهال پر غزې بریدونه وکړل چې هلته د حماس او اسرائیلي
عسکرو ترمنځ جګړه روانه وه.

دغې محکمې وروسته له هغې دا حکم کړی چې سویلي‌ افریقا،‌ اسرائیل په غزه کې په نسل وژنې تورن کړ او په دې تړاو قضیه یې یادې محکمې ته وړاندې کړه.

اسرائیل په غزه کې د پوځي‌ عملیاتو په تړاو څه نه دي‌ ویلي‌ خو ټینګار یې کړی چې محکمې په دې برخه کې اشتباه کړې ده.

د اسراييل د ملي امنیت سلاکار تزاچي هانګبي وویل: "اسراییل په رفح کې داسې پوځي عملیات نه دي کړي او نه به یې وکړي‌ چې د فلسطین د ملکي وګړو په بشپړه توګه او یا د یوې برخې د تباهۍ لامل شي."

د حماس اسلامپاله ډله چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنه ده او له ۲۰۰۷ کال راهیسې پر غزې واکمني‌ کوي د رفح په اړه د نړیوالې محکمې د پریکړې هرکلی کړی خو له دغې قضیې څخه د فلسطین د پاتې خاورې د ایستلو پر پریکړې یې انتقاد کړی دی.

همداشان په هاګ کې میشتې دغې محکمې چې حکمونه یې قانوني دي خو په مستقیمه توګه یې د عملي‌ کولو مکانیزم نه لري‌ له اسرائیل غوښتي چې د مصر او غزې ترمنځ د رفح لاره بیرته پرانیزي.

اسرائیلي عسکرو دغه لار د روانې مۍ میاشتې په پیل کې پر رفح باندې د بریدونو له پیلولو سره سم وتړله چې ورسره د مرستې رسونې چارې ټکنۍ شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG