د لاس رسي وړ اتصالات

د هاګ محکمې غزه کې د اوربند د امر کولو په اړه پریکړې ته تیاری ښودلی


جنوبي افریقا د هاګ محکمې ته عریضه کړې چې پکې له دې محکمې په غزه کې د اوربند کولو د امر صادرولو غوښتنه شوې ده.
جنوبي افریقا د هاګ محکمې ته عریضه کړې چې پکې له دې محکمې په غزه کې د اوربند کولو د امر صادرولو غوښتنه شوې ده.

د هالنډ په هاګ کې د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې ویلي چې د جمعې په ورځ می ۲۴ (غبرګولي څلورمه) به د جنوبي افریقا د هغې عریضې په اړه پرېکړه وکړي چې غواړي دا محکمه اسرائیل ته په غزه کې د اوربند کولو امر صادر کړي.

جنوبي افریقا د عدالت له نړیوالې محکمې څخه د بیړني اقداماتو غوښتنه کړې ترڅو اسرائیلو ته امر وکړي چې د رفح ښار په شمول، "د غزې په تړانګه کې خپل نظامي عملیات ودروي."

د دولتونو ترمنځ د شخړو د حل لپاره د عدالت نړیوالې محکمې امرونه قانوني حیثیت لري خو دغه محکمه یې د پلي کولو واک نه لري. د بیلګې په توګه، دغې محکمې روسیې ته امر کړی چې په اوکراین باندې خپل یرغل ودروي.

خو د اسرائيل پر ضد ددې محکمې ممکنه امر به پر اسرائیل نړيوال حقوقي فشار زيات کړي. د جرمونو د نړيوالې محکمې یو لوړپوړي څارنوال د دوشنبې په ورځ وويل چې هغه د اسرائيل او حماس د مشرانو د نيولو امر غواړي.

د محکمې د تیرې اونۍ په غونډو کې، جنوبي افریقا تور ولګاوه چې هغه څه چې په غزه کې د اسرائیل له لورې "نسل وژنه" بلل شوې، په رفح باندې د برید سره "نوي او وحشتناک پړاو" ته رسیدلې ده.

د جنوبي افریقا وکیل وان لو استدلال وکړ چې د اسرائیل له لوري په رفح کې عملیات "د غزې او د فلسطیني وګړو د ویجاړولو وروستی ګام دی."

هغه زیاته کړه: "دا رفح وه چې جنوبي افریقا یې اړه کړه چې محکمې ته راشي. خو ټول فلسطینیان د یوې ملي، توکمیزې او نژادي ډلې په توګه د نسل وژنې څخه خوندیتوب ته اړتیا لري، او محکمه یې په اړه حکم کولی شي. "

د اسرائیل وکیلانو د جنوبي افریقا عریضه له حقیقت څخه "په بشپړه توګه برعکس" وبلله چې پر اسرائیل یې د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ کال د نسل وژنې له کنوانسیون څخه د سرغړونې "مسخره" تور پورې کړی دی.

د اسرائیل لوړپوړي وکیل ګیلاد نوم وویل: "یو څه ته په تکرار سره نسل وژنه ویل، هغه نسل وژنه نه ثابتوي. د درواغو تکرارول هغه په حقیقت نه بدلوي. "

هغه زیاته کړه، "دلته یوه خواشینوونکې جګړه روانه ده خو نسل وژنه نشته."

اسرائیلي ځواکونو د روانې میاشتې په پیل کې، د متحده ایالاتو په شمول د ځنیو نړیوالو له مخالفت سره سره، د رفح په ځینو برخو کې په ځمکني بریدونو پیل وکړ. د اسرائیل ددغو عملیاتو په اړه وېره څرګنده شوې چې په رفح کې د یو میلیون بې ځایه شویو ملکي وګړو ژوند په خطر کې اچوي.

اسرائیل د غزې له دغه جنوبي ښار څخه د خلکو په ډله ایزه توګه د وتلو امر کړی، او خبرداری یې ورکړی چې په رفح کې د حماس د تونلونو شبکه او پاتې جنګیالي به له منځه یوسي.

ملګري ملتونه وايي له ۸۰۰ زرو ډېر کسان تيښتې ته اړ شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG