د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران ملاتړو اورپکو ډلو مشرانو په تهران کې غونډه کړې


د تهران په غونډه کې ګډون کوونکي د حماس مشر اسماعیل هنیه د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سره کتلي دي.
د تهران په غونډه کې ګډون کوونکي د حماس مشر اسماعیل هنیه د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سره کتلي دي.

د ایران دولتي رسنیو د پنجشنبې په ورځ می ۲۳ (غبرګولي درېیمه) راپور ورکړ چې د حماس د مشر اسماعیل هنیه په ګډون د ایران په مشرۍ د "مقاومت محور" مشرانو په تهران کې د ولسمشر ابراهیم رئیسي د جنازې په څنډه کې د یوې غونډې په ترڅ کې د غزې په اړه خبرې کړي دي.

د "مقاومت محور" د اسرائیل په وړاندې په جګړه کې د ایران سیمه ییز متحدین سره یوځای کوي، چې حماس، د لبنان حزب الله، د یمن حوثي یاغیان او د عراق شیعه وسله والې ډلې پکې برخه لري.

د دغو ډلو مشرانو د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د رئیسي د جنازې د مراسمو په ترڅ کې کتلي دي. رئیسي د یکشنبې په ورځ د ایران په شمال لویدیځ کې د یوې چورلکې د غورځیدو په پیښه کې مړ شو.

په دې غونډه کې د حماس د قطر د سیاسي دفتر مشر هنیه، د حزب الله مرستیال نعیم قاسم او د حوثي یاغیانو ویاند محمد عبدالسلام ګډون درلود.

هنيه تر دې مخکې د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سره کتلي دي.

په غونډه کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو قوماندان جنرال حسین سلامي، د سپاه پاسداران د بهرنۍ عملیاتي څانګې د قدس ځواکونو قوماندان جنرال اسماعیل قااني او نور ایراني چارواکو هم برخه اخیستې.

د ایران دولتي تلویزیون د راپور له مخې، په غونډه کې "په غزه کې د وروستي سیاسي، ټولنیز او نظامي وضعیت او د الاقصی سیلاب عملیاتو او د مقاومت د جبهې د رول په اړه بحث وشو."

راپور زیاته کړې چې په دې غونډه کې "په سیمه کې د ټولو مقاومتي ډلو او جبهو په ګډون په غزه کې د فلسطیني مقاومت تر بشپړې بریا پورې د جهاد او مبارزې پر دوام ټینګار وشو."

د حزب الله المنار چینل هم د غونډې عکسونه خپاره کړي دي.

د ایران فارس خبري اژانس وايي، په دې غونډه کې د فلسطین د اسلامي جهاد، د فلسطین د ازادۍ د جبهې او عراقي ډلو استازو هم ګډون درلود.

د اکتوبر په میاشت کې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر حسین امیر عبداللهیان چې له رئیسي سره د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې مړ شو، سیمې ته په ځانګړې توګه لبنان او سوریې ته خپل سفرونه زیات کړي وو.

ایران د حماس مهم ملاتړی بلل کیږي خو تهران په وار وار په اسرائیل باندې ددې ډلې د اکتوبر د اوومې په برید کې مستقیم لاس لرل رد کړي دي.

اسرائیلي چارواکي وايي، د حماس د اکتوبر د اوومې په بې ساري برید کې نږدې ۱۲۰۰ زیاته ملکي وګړي ووژل شول چې په پایله کې یې په غزه کې جګړه پیل شوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG