د لاس رسي وړ اتصالات

منځني ختیځ کې د کړکیچ زیاتیدل؛ ایران د هوایي دفاع دوه نوي سیستمونه معرفي کړل


د «اذرخش» په نامه د ایران د هوایي دفاعي سیستم
د «اذرخش» په نامه د ایران د هوایي دفاعي سیستم

په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې کړکېچ مخ په زیاتېدو دی او په غزه کې جګړه روانه ده، ایران د شنبې په ورځ، فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) د هوايي دفاع دوه نوي سیستمونه معرفي کړل.

د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا خبر ورکړی دی چې د «ارمان» په نامه د بالستیک توغندیو ضد سیسټم او د «اذرخش» په نامه د ټیټې ارتفاع لرونکي هوایي دفاعي سیستم د شنبې په ورځ د ایران د دفاع د وزیر محمد رضا قرایي آشتياني په حضور کې پرانیستل شول.

ایران په داسې حال کې خپلې نوې هوايي دفاعي وسلې معرفي کوي، چې نه یوازې په منځني ختیځ کې کړکېچ زیات شوی، بلکې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ چې تهران یې ملاتړ کوي، جګړه پنځمې میاشتې ته داخله شوې ده.

اسرائیل او ایران حتی په غزې تړانګې کې د جګړې دمخه په ځانګړې توګه د تهران د اټومي پروګرام پر سر هم سرسختي دښمان وو.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په ۲۰۲۳ کې ایران ته په خطاب کې وویل چې اټومي وسلو ته د تهران د لاسرسي د مخنیوي لپاره به ایران د باور وړ پوځي ګواښ سره مخ شي.

خو تهران تل ادعا کړې، چې د دغه هېواد اټومي پروګرام د سوله ييزو موخو لپاره دى او دا ادعا يې رد کړې، چې ګواکې دغه هېواد د اټومي وسلو په لټه کې دى.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د دفاع وزیر محمد رضا آشتیاني د ارمان د بالیسټیک ضد سیسټم د پرانېستلو په مراسمو کښې وویل چې دا په لوړې ارتفاع متوسط واټن سیستم دی. د آشتياني په وينا، دغه سيسټم په ١٨٠ کيلومترۍ کې د هدف د پېژندلو وړتيا لري او تر ١٢٠ کيلومتره واټن پورې هدف له منځه وړلي شي.

ایرنا ویلي چې دغه سیستم په یوه وخت کې پر شپږو هدفونو د برید توان لري.

د ایران د دفاع وزیر په وینا، دا سیسټم له دریو دقیقو څخه په کم وخت کې فعالیت ته چمتو کیدای شي. هغه دغه راز وويل، چې د هېواد له پوځي لاسته راوړنو څخه يو هم د اذرخش د هوايي دفاعي سيستم جوړول دي، چې د دغه هېواد بې پيلوټه الوتکو ته د ګواښ پر وړاندې مهم او حياتي دى.

ایران د تیر کال د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس د ناڅاپي برید ملاتړ وکړ، خو په برید کې یې خپل مستقیم لاس لرل رد کړل. خو په سوریه، لبنان، عراق او یمن کې د تهران تر ملاتړ لاندې ملیشې ډلې په مخ په زیاتیدونکي توګه د متحده ایالاتو ځواکونه او او په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ضد ایتلاف ځواکونه په نښه کوي.

یو له دغو بریدونو څخه چې د روان کال د جنورۍ په ۲۸ مه ترسره شو، په اردن کې په کې درې امریکايي پوځیان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول. دا برید د دې لامل شو چې واشنګټن په عراق او سوریه کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ملیشو په څه دپاسه۱۱۰ پوستو باندې بریدونه وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا ځواکونه په ګډه د حوثي یاغیانو پر مرکزونو چې تهران یې ملاتړ کوي، بریدونه کوي. حوثي یاغیانو د تیر کال د نومبر له نیمایي راهیسې په پرله پسې ډول په سور سمندرګي کې په امریکایي او سوداګریزو کښتیو بریدونه کړي دي.

د یمن حوثي یاغیانو ویلي دي چې په سور سمندرګي کې د دوی بریدونه د غزې په تړانګه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون په خاطر ترسره کیږي. دغې ډلې ویلي دي چې تر هغو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي تر څو چې په غزې تړانګه کې د اسرائیل بریدونه نه وي بند شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG