د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ حوثي یاغیانو ته په ایراني وسلو بار د یوې کښتۍ د نیولو خبر ورکړ


د سنتکام قوماندان مایکل ایریک کوریلا وویل: "دا په سیمه کې د ایران د ویجاړونکو فعالیتونو یوه بله بیلګه ده."
د سنتکام قوماندان مایکل ایریک کوریلا وویل: "دا په سیمه کې د ایران د ویجاړونکو فعالیتونو یوه بله بیلګه ده."

د امریکا پوځ د پنجشنبې په ورځ، فبرورۍ ۱۵ (سلواغې ۲۶مه) وویل چې حوثي یاغیانو ته یې په ایراني وسلو بار یوه کښتۍ نیولې ده.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د متحدو ایالتونو سمندري ځواکونو په عرب سمندرګي کې ددغه کښتۍ څخه "پرمختللې وسلې او نور وژونکي توکي" چې سرچینه یې ایران دی او په یمن کې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو ته استول کیده، کشف او ضبط کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نیول شوي وسلو او مهماتو کې د توغندیو د اجزاو، چاودیدونکو توکو او نورو پوځي وسایلو څه باندې ۲۰۰ بستې شاملې دي.

د سنتکام قوماندان مایکل ایریک کوریلا وویل: "دا په سیمه کې د ایران د ویجاړونکو فعالیتونو یوه بله بیلګه ده."

هغه زیاته کړه چې حوثیانو ته د پرمختللو [ایراني] وسلو د ورکړي دوام، په نړیوالو اوبو کې د کښتیو امنیت او د سوداګرۍ آزاد بهیر له ګواښ سره مخامخ کوي.

د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثي یاغیان، د دغه هېواد د پلازمېنې صنعا او د حدیده بندر په ګډون د یمن پر ډېرو برخو کنټرول لري.

حوثي یاغیانو په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې د پیل راهیسې په سور سمندرګي کې د عدن په خلیج او باب المندب په تنګې کې د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره د نړیوالو تجارتي کښتیو تګ راتګ کډوډ کړی دی.

دغو یاغیانو ګواښ کړی تر هغه چې د حماس پر ضد د اسرائیل عملیات نه وي دریدلي د کښتیو پر ضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

په تیرو دوو اونیو کې، متحده ایالاتو د بریتانیا سره یوځای د حوثي یاغیانو پر مرکزونو څو هوایي بریدونه ترسره کړي، چې د دې ډلې هوایي ډګرونه او د توغندیو د توغولو ځایونه یې په نښه کړي دي.

د یمن د حوثي یاغیانو بریدونو یوه ترانزیتي لاره له ګواښ سره مخ کړې چې له دې لارې د نړۍ تر ۱۲ سلنې تجارت ترسره کیږي، او متحده ایالات یې دې ته هڅولي چې په سور سمندرګي کې د بېړیو د ساتنې لپاره یو ګڼ ملتیز سمندري ځواک جوړ کړي.

د یمن د حوثي یاغیانو بریدونو یوه ترانزیتي لاره له ګواښ سره مخ کړې چې له دې لارې د نړۍ تر ۱۲ سلنې سوداګري ترسره کیږي، او متحده ایالات یې دې ته هڅولي چې په سور سمندرګي کې د بېړیو د ساتنې لپاره یو ګڼ ملتیز سمندري ځواک جوړ کړي.

د سوداګرۍ او پراختیا په اړه د ملګرو ملتونو کنفرانس د تیرې میاشتې په وروستیو کې خبرداری ورکړ چې په تیرو دوو میاشتو کې د سویس کانال څخه د سوداګریزو ټرافیک حجم ۴۰ سلنه راټېټه شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG