د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ایران په کښتیو باندې د حوثیانو په بریدونو کې 'مستقیم' لاس لري


د بحري ځواکونو ډګر جنرال براډ کوپر چې په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو پنځمې بحري قطعې مشر
د بحري ځواکونو ډګر جنرال براډ کوپر چې په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو پنځمې بحري قطعې مشر

په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو تر ټولو جګپوړی قوماندان وایي ایران په سوداګریزو کښتیو په یمن کې د میشتو حوثي یاغیانو په بریدونو کې "ډیر مستقیم دخیل " دی.

د بحري ځواکونو ډګر جنرال براډ کوپر چې په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو پنځمې بحري قطعې مشر دی، دوشنبه جنوري ۲۲ (سلواغې ۲) د اې پي خبري اژانس سره په مرکې دا ونه ویل چې ایران په سرې بحیرې او عدن په خلیج کې په سوداګریزو کښتیو د حوثي یاغیانو بریدونه رهبري کوي.

خو دا یې ومنله چې د ایران سره تړلې بریدونه چې پخوا یې یوازې د فارس خلیج د هرمز په تنګي کې خطر پیښاوه، د منځني ختیځ ټولو اوبو ته پراخ شویدي.

سره لدې چې د حماس – اسرائیل په جګړې کې ایران نه د متحده ایالاتو نه هم د اسرائیل سره مخامخ په جګړې کې ښکیل شوی خو د امریکا دې جګپوړي نظامي چارواکي وویل چې ایران په کښتیو د حوثیانو بریدونو ته په مستقیمه توګه امکانات برابروي.

هغه زیاته کړه، " هغوي (ایران) په ښکاره توګه په مستقیمه توګه ښکیل دي او دې کې هیڅ شی پټ ندي. ایران په ښکاره توګه مالي مرستې کوي، امکانات برابروي، روزنه ورکوي او اکمالات کوي".

ډګر جنرال کوپر پدې مرکې کې وړاندې ویلي، "دا حقیقت چې هغوي په نړیوالې ټولنې بریدونه کوي نو له همدې کبله تاسو نړیوال غبرګون ولید".

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ او حوثیانو تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

د متحده ایالاتو او بریتانیې پوځ د تیرو څو اوونیو راپدیخوا په یمن کې د حوثي مرکزونه په توغندیو ویشي او هوایي بمباري یې پرې کړې.

تازه برید یې دوشنبه جنوري ۲۲ مه شوی.

د امریکا نظامي چارواکو ویلي چې د بریتانیې او متحده ایالاتو جنګي کښتیو چې اوبتلونو او نورو کښتیو یې ملاتړ کاوه، دوشنبې ناوخته یې په یمن کې حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو څو بریدونه کړي.

دې چارواکو ویلي چې د بریدونو هدف د حوثیانو وړتیا کمول دي.

بریدونه په اتو موقعیتونو شوي چې د ځمکې لاندې یوه ذخیره او د توغندیو وارولو ځایونه پکې شامل دي.

د امریکا یو جګپوړي نظامي چارواکي خبریالانو ته وویل چې د دوشنبې ورځې بریدونو لپاره دا موقعیتونه په قصدي توګه په نښه شوي تر څو له یوې خوا د وسلو مرکزونه په نښه شي او له بلې خوا چا ته مرګ ژوبله وانه وړي.

دې چارواکي همدارنګه ویلي د دوشنبې ورځې په بریدونو کې چې د وسلو کومې ډیپوګانې په نښه شوې وې، د هغو ذخیرو په پرتله پکې ډیرې دودیزې پرمختللې وسلې ځای پر ځای شوې وې چې د روانې جنوري میاشتې ۱۱ مې پرې بریدونه شوي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG