د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: ایران د خپل اتومي پروګرام باره کې 'په بشپړه توګه' شفاف ندی


د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ یوالې ادارې مشر په دوبۍ کې په یوې غونډې کې خبرې کولې.
د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ یوالې ادارې مشر په دوبۍ کې په یوې غونډې کې خبرې کولې.

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ماریانو ګروسي خبرداری ورکړی چې ایران د خپل اتومي پروګرام په هکله په بشپړه توګه شفاف ندی.

ښاغلي ګروسي چې سه شنبه فبروري ۱۳ (سلواغې ۲۴) یې په دوبۍ کې د نړیوالو حکومتونو مشرانو په غونډې کې خبرې کولې وویل چې له یوې خوا په منځني ختیځ کې د اسرائیل او حماس تر منځ جګړه روانه ده خو په عین حال کې پدې سیمې کې "پیچلتیاوې مخ په ډیریدو دي".

د ملګرو ملتونو دې جګپوړي چارواکي اشاره د ایران د اتومي انرژۍ د پخواني مشر علي اکبر صالحي څرګندونو ته وې چې تیره اوونۍ یې ویلي و د اتومي وسلو جوړولو "ټولې ټوټې د ایران د اسلامي جمهوریت سره په لاس کې دي".

ایران د ۲۰۱۸ کال راهیسې چې د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره یې په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شوې اتومي موافقه له منځه ولاړه، په لوړه کچه د یورانیمو غني کول پیل کړي.

تهران د هماغې نیټې راهیسې دومره غني شوي یوارنیم راټول کړي چې که وغواړي اتومي وسلې جوړې کړي، کولی یې شي.

خو د متحده ایالاتو استخباراتي ادارې او نور هیوادونه چې د ایران اتومي پروګرام څاري، پدې نظر دي چې لا هم تهران د اتومي وسلو په جوړولو لاس ندی پورې کړی.

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر د ایران د اټومي پروګرام په هکله د دوبۍ په غونډې کې وویل "کله چې د اتومي فعالیتونو خبره راشي، ایران داسې یو مخ وړاندې کوي چې په بشپړه توګه شفاف ندی".

ښاغلي ګروسي زیاته کړه چې د ایران دا ډول کړنې خطر ډیروي.

رافایل ماریانو ګروسي پخپلو خبرو کې د هغه ایراني چارواکي نوم چې تازه یې د اتومي وسلو په هکله خبرې کړي وانخیست خو د ایران په دولتي تلویزیون کې د دې هیواد د اتومي انرژۍ د ادارې پخواني مشر علي اکبر صالحي د همدې تیرې یکشنبې په ورځ ویلي و چې تهران د اتومي وسلې جوړولو لپاره ټول لازم مواد لري.

ښاغلي صالحي پدې مرکې کې د بیلګې په توګه وویل چې د یو موټر لپاره چې کومې پرزې په کاریږي، ایران همداسې پرزې د اتومي بم جوړولو لپاره لري.

هغه ویلي، " مونږ د اتومي ساینس او ټکنالوژۍ ټولې ټوټې لرو. زمونږ په لاس کې دي".

سره لدې چې ایراني چارواکو تل دا ټینګار کاوه چې اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی او اتومي وسلو جوړولو نیت نلري خو ددې هیواد چارواکو د ۲۰۲۲ کال راپدیخوا په جار دا خبر کوي چې یوارنیم یې تر هغې کچې غني کړي چې د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي یو جګپوړي سلاکار، کمال خرازي تیر کال د الجزیرې تلویزیون ته ویلي و چې دا هیواد په تخنیکي توګه ددې وړتیا لري چې اتومي بم جوړ کړي خو دا پریکړه یې لا نده کړې چې آیا دا بم جوړ کړي که نه.

ایران او د نړۍ ځواکمنو هیوادنو چې په ۲۰۱۵ کال کې کومه موافقه لاسلیک کړې وه، پکې د ایران څخه غوښتل شوي و چې د فردو په اتومي بټۍ کې به یوازې د څیړنې او پراختیا اړوند فعالیتونه کیږي او د سنټرفیوژونو څخه به د اتومي فعالیتونو لپاره کار نه اخیستل کیږي.

پدې موافقې کې ایران ته اجازه ورکړل شوې چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یورانیم غني کړي خو وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې موافقې څخه امریکا وایستله، ویل کیږي چې ایران د یورانیم د غني کولو کچه آن تر ۶۰ فیصدو پورې پورته کړې.

که یورانیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

دا لومړی ځل ندی چې ایران د اتومي وسلو د جوړولو خبره کوي. د دې هیواد د استخباراتو د ادارې مشر هم تیر کال ویلي چې د لویدیځو هیوادونو فشارونه ایران د اتومي وسلو جوړولو خوا ته ورټیل وهي، پداسې حال کې د دې هیواد ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي د ۲۰۰۰ کال په پیل کې په یوې فتوا کې د دې وسلو په جوړولو بندیز لګولی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG